سعودي د اسامه بن لادن له زوی تابعیت اخیستی

حمزة بن لادن

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، حمزه په بهر کې د امریکایانو او د سعودي واکمنې کورنۍ په نښه کولو غوښتنه هم کړې وه.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي سعودي چارواکو د القاعدې شبکې د بنسټګر او وژل شوي مشر اسامه بن لادن له زوی حمزه بن لادن څخه د سعودي تابعیت اخیستی دی.

سعودي دا علان یوه ورځ وروسته تر هغه کړی، چې امریکا د حمزه بن لادن د نیولو یا د هغه د ځای ځایګي د معلومولو پر سر یو میلیون ډالر جایزه اعلان کړه.

واشنګټن وايي، حمزه بن لادن اوس په القاعده شبکه کې د یوه مهم مشر بڼه غوره کړې ده.

له ۲۰۱۵ کال راهیسې حمزه په یوه وېډیو او ګڼو غږیزو پیغامونو کې د خپل پلار د وژنې په غچ اخیستو کې پر امریکا او د امریکا پر ملاتړو د بریدونو غوښتنه کړې ده.

حمزه، چې ویل کېږي شاوخوا دېرش کلن به وي، د سپتمبر ۱۱ له بریدونو وروسته افغانستان کې له خپل پلار اسامه بن لادن سره و، پاکستان کې یې هم وخت تېر کړی دی.

څېړونکي وايي، تر اسامه وروسته د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري په ۲۰۱۵ کال حمزه د سخت دریځو ځوانانو د جلب او جذب لپاره غوره کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۷ کال وویل، حمزه په لوېدیځو پلازمېنو کې د بریدونو او له امریکا نه د خپل پلار د غچ اخیستو غوښتنه هم کړې وه.

امریکا پر یاد کال حمزه د ترهګرو ډلو کې شامل کړ.

حمزه په بهر کې د امریکایانو او د سعودي واکمنې کورنۍ په نښه کولو غوښتنه هم کړې وه.

د امریکا ځانګړو ځواکونو اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال پاکستان کې وواژه.

حمزه (ښۍ خوا ته) په ۲۰۰۱ کال یوه وېديو کې ماشوم و

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، حمزه (ښۍ خوا ته) په ۲۰۰۱ کال یوه وېديو کې ماشوم و

باور کېږي چې حمزه په ایران کې بند او له دغه هېواده نه شوی وتلی.

له ۲۰۰۱ کال وروسته، حمزه په لومړي ځل د افغان طالب جنګیالیو منځ کې راڅرګند شو، چې وېډیو یې الجزیرې شبکې خپره کړه.

اټکل دی چې حمزه به په ۱۹۹۱ کال زیږېدلی وي.