تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي د اسامه بن لادن له زوی تابعیت اخیستی
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي سعودي چارواکو د القاعدې شبکې د بنسټګر او وژل شوي مشر اسامه بن لادن له زوی حمزه بن لادن څخه د سعودي تابعیت اخیستی دی.
سعودي دا علان یوه ورځ وروسته تر هغه کړی، چې امریکا د حمزه بن لادن د نیولو یا د هغه د ځای ځایګي د معلومولو پر سر یو میلیون ډالر جایزه اعلان کړه.
واشنګټن وايي، حمزه بن لادن اوس په القاعده شبکه کې د یوه مهم مشر بڼه غوره کړې ده.
له ۲۰۱۵ کال راهیسې حمزه په یوه وېډیو او ګڼو غږیزو پیغامونو کې د خپل پلار د وژنې په غچ اخیستو کې پر امریکا او د امریکا پر ملاتړو د بریدونو غوښتنه کړې ده.
حمزه، چې ویل کېږي شاوخوا دېرش کلن به وي، د سپتمبر ۱۱ له بریدونو وروسته افغانستان کې له خپل پلار اسامه بن لادن سره و، پاکستان کې یې هم وخت تېر کړی دی.
څېړونکي وايي، تر اسامه وروسته د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري په ۲۰۱۵ کال حمزه د سخت دریځو ځوانانو د جلب او جذب لپاره غوره کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۷ کال وویل، حمزه په لوېدیځو پلازمېنو کې د بریدونو او له امریکا نه د خپل پلار د غچ اخیستو غوښتنه هم کړې وه.
امریکا پر یاد کال حمزه د ترهګرو ډلو کې شامل کړ.
حمزه په بهر کې د امریکایانو او د سعودي واکمنې کورنۍ په نښه کولو غوښتنه هم کړې وه.
د امریکا ځانګړو ځواکونو اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال پاکستان کې وواژه.
باور کېږي چې حمزه په ایران کې بند او له دغه هېواده نه شوی وتلی.
له ۲۰۰۱ کال وروسته، حمزه په لومړي ځل د افغان طالب جنګیالیو منځ کې راڅرګند شو، چې وېډیو یې الجزیرې شبکې خپره کړه.
اټکل دی چې حمزه به په ۱۹۹۱ کال زیږېدلی وي.