عمران خان د پېښور "بي ار ټي" پروژه رسماً پرانیسته

عمران

د عکس سرچینه، Imran Khan Facebook

د عکس تشریح، د پروژې د پرانیستې پر مهال لومړي وزیر عمران خان په یوه بس کې لند سفر هم وکړ

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن پنجشنبه پېښور ښار کې د عامه ترانسپورت تر ټولو لویه او پرمختللې پروژه، بي ار ټي، رسماً پرانیستله.

لومړي وزیر عمران د پرانیستې مراسمو کې وویل، د دې پروژې له برکته به د پېښور د خلکو اقتصادي وضعیت ښه او ژوند به یې سوکاله شي.

د پروژې د پرانیستې پر مهال لومړي وزیر عمران خان په یوه بس کې لنډ سفر هم وکړ.

په پرانیستغونډه کې د وینا پر مهال ښاغلي خان وویل، په لومړي سر کې یې د دغې پروژې په تړاو ځینې اندېښنې درلودې، خو په وینا یې د خیبر پښتونخوا پخواني اعلی وزیر پروېز خټک تل د دې پروژې پر اهمیت ټینګار کاوه.

نوموړي وویل:

''موږ تېروتنه کوله، د پروېز خټک فکر سم ثابت شو. ''

د پاکستان واکمن ګوند تحریک انصاف د تېر صوبايي حکومت پر مهال دا پروژه پلان کړې وه او د ۲۰۱۷ کال اکتوبر کې د دې پلان د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

هغه مهال صوبايي حکومت شپږو میاشتو کې د دې پروژې د بشپړولو خبره وکړه، خو د څو بدلونونو او جنجالونو له امله اوس نږدې دوه کاله په ځنډ پرانیستل شوه.

حکومت مخکې هم څو ځلې د دې پروژې د پرانیستو خبره کړې وه، خو بیا بیا ځنډېدلې وه.

بي ار ټي څه ده؟

کارخانې
د عکس تشریح، دا لیکه د پېښور ښار له مهمو سیمو تېرېږي.

بي ار ټي یا د بس چټک لېږد پلان د پېښور ښاریانو لپاره د لاهور، اسلام اباد او ملتان د مېترو بسونو په ډول د هوسا سفر اسانتیا برابروي.

د دې پلان له مخې پېښور ښار کې ۲۷ کیلومتره اوږده لیکه جوړه ده چې له کار خانو بازاره تر څمکنیو د پېښور له مهمو سیمو تېرېږي.

د دې پلان د چلولو او څارلو لپاره صوبايي حکومت ځانګړې اداره هم جوړه کړې ده.

چارواکي وايي، د دې پروژې له مخې به ښار کې پر اوو لارو بسونه چلېږي او مختلف نومونه ور کړل شوي دي.

د ټرانس پېښور پروژې مشر فیاض احمد وايي، لومړي پراو کې به د دې پروژې دوې لارې -ایکسپرېس او سټاپ اوور- پرانیستل شي.

نوموړی زیاتوي، لومړي پړاو کې به پر دې دوو لارو ۶۱ بسونه چلېږي او کرایه به لږ تر لږه لس او ډېره ۵۰ روپۍ وي.

د پروژې لګښت

ښځې
د عکس تشریح، د ښځو لپاره بسونو کې ځانګړی ځای.

لومړیو کې د دې پروژې لګښت ۴۹ میلیارد روپۍ بلل شوی و، خو ډیزاین کې د بیا بیا بدلون له امله د بې اړتیا اوږد واټن ښکار شوه او لګښت یې نږدې اویا میلیارد روپیو ته لوړ شو.

خو اوس صوبايي حکومت او فیاض احمد وايي، چې د دې پروژې لګښت ۶۶ میلیارد روپۍ دی.

خو د لارې بشپړېدو سره بیا هم اړوند پلورنځي، نورې اسانتیاوې او پارکېنګ بشپړ شوي نه دي.