رشي کپور د پېښور کور خاوره ورسره یووړه

د عکس سرچینه، Asif Saeed/Creative Commons
- Author, عزیزالله خان
- دنده, بي بي سی پېښور
د پښتونخوا د پېښور ښار د تاریخي بازار قصه خوانۍ ډکي منور شاه کې یوه لویه وداني ده چې تراوس د تاریخي اثارو یوه نښه ده.
دا تاریخي کور د بالیووډ د مشهور هنرمن او ډایرېکټر راج کپور د کورنۍ دی او د دې کور له وجې فلمي نړۍ ته د څو نامتو ستورو ور کولو دا کورنۍ اوس هم له پېښور سره تړلې ده.
پېښور ښار کې دا وداني اوس خورا بد حالت کې ده او اوسنی مالک یې ورانول او په ځای یې پلازه جوړول غواړي.
خو د لرغونو اثارو اداره یې لا هم ساتي او د نړولو درې هڅې یې شنډې کړې دي.
لومړنی هندو پټان

د عکس سرچینه، PRITHVI THEATRE
د راج کپور پلار پرتهوي راج- چې ( مغول اعظم) کې یې د اکبر رول لوبولی دی- ځان یې لومړنی هندو پټان باله.
هغه باليووډ کې د هنرمنانو د لومړنۍ کورنۍ بنسټګر و چې تر اوسه یې څلورم نسل دلته کار کوي. هغه ډېر مهال هند کې د پېښور هندوکو ژبه ویاړ سره ویله.
ډکي منور شاه کې د کپور کورنۍ کور د دوی نیکه بشیشور نات کپور پر ۱۹۲۲ کال جوړ کړی و.
د پېښور وتلي لیکوال ابراهیم ضیا د پېښور هنرمنان په نوم خپل څېړنیز کتاب کې د راج کپور له پلار پرتهوي راج کپور نیولې تر شاه رخ خان پورې د پېښور اړوند هنرمنانو تذکره لیکلې ده.
ابراهیم ضیا بي بي سي ته وویل، د کپور کور اوس خورا بد حال کې دی، خو خپل وخت کې ډېرو کوټو او تالارونو درلودو سره لوکسه وداني وه.
دی وايي، د کپور کور ته نږدې د هند د فلم صنعت د بل نامتو ستوري دلیپ کومار کور هم دی او له حکومت غواړي چې دا ځایونه خوندي کړي څنګه یې چې سیټي هاوس خوندي کړی دی.
دا درې پوړیزه ودانۍ ښکلې برنډې او محرابي ورسۍ یا کړکۍ لري چې په ډېر بد حال دي.
څه مهال مخکې یې د ورانولو هڅه وشوه، خو د لرغونونو اثارو ادارې یې مخه ونیوه او ورانوونکي یې پولیسو ته په لاس ور کړل.
څوک وداني ورانوي؟

د عکس سرچینه، Twitter/@chintskap
د پښتونخوا د لرغونو اثارو ادارې مشر عبدالصمد خان بي بي سي ته وویل، حکومت یې ساتي، که نه مخکې به خلکو دا وداني ورانه کړې وه.
د هغه په خبره، د دې ودانۍ اوسنیو مالکانو یې درې ځلې د ورانولو هڅه وکړه، خو د لرغونو اثارو ادارې یې هر ځل مخه نیولې او دوی یې مجبور کړي چې دا وداني ونه نړوي.
دی زیاتوي دا وداني دومره خرابه نه وه، خو له داخل یې د ورانولو هڅې شوې ځکه اوس زیانمنه شوې ده.
د اوسني مالک دریځ؟

د عکس سرچینه، NASA
دا مهال دا وداني د یوه ځايي صراف حاجي اسرار خان ده. ور سره مو د خبرو هڅه وکړه، خو خبرې یې ونه کړې.
ورور یې راته وویل، دا اوس د کپور حوېلۍ نه بلکې د خوشال حوېلۍ ده.
له نوموړي مو د ورور اسرار خان په هکله وپوښتل، خو څه یې ونه ویل.
دا کور پر ۱۹۶۸ کال د چارسدې اوسېدونکي اخیستی او بیا یې د پېښور پر یوه ښاري پلورلی.
د دې کور اوسنی مالک وایي، پلار یې دا وداني پر ۱۹۸۰ پېرلې وه.
موزیم جوړول

د عکس سرچینه، Getty Images
حکومت دې ودانۍ کې د موزیم جوړولو اعلان کړی و، ویل کېږی د بهرنیو چارو زیر شاه محمود قریشي د بالیووډ هنرمن او د راج کپور زوی رشي کپور سره تېر کې د لیدنې پر مهال هم ویلي و چې دې ودانۍ کې موزیم جوړېږي.
عبدالصمد خان وايي، حکومت ضرور اعلان کوي، خو دا وخت د لرغونو اثارو اداره هغه ځایونه خوندي کوي چې څلور یا پنځه زره کلونه لرغوني دي.
هغه وویل، دوی دې ودانۍ ته هم پام کوي او د پېښور د ښکلا لپاره ښاري ادارې یو پلان دا دی چې له مخې یې ښار کې موزیم جوړېږي.
د ده په وینا دا مهال بودیجه ورته ځانګړې شوې نه ده، خو دې ودانۍ ته د موزیم درجه ور کولو پلان ضرور شته.
رشي کپور د کور خاورې له ځان سره یووړې

د عکس سرچینه، Shakil Wahidullah
د مدني ټولنې اړوند د کلتوري میراثونو مشر شکیل وحیدالله خان بي بي سي ته وویل، بیا بیا یې حکومت ته ویلي چې پېښور کې له سلو کلونو پخوانۍ ټولې ودانۍ خوندي کړي، ځکه ځینې خلک پرې ولکه کوي او ور سره ودانۍ زیانمنېږي.
دی زیاتوی چې د کپور حوېلۍ او د دلیپ کمار کور دا مهال بد حالت کې دي او که زلزله وشي، نو یو وخت به هرو مرو نړیږي.
د راج کپور زامن رشي کپور او رندهیر کپور او د راج کپور ورور ششي کپور په ۱۹۹۰ کلونو کې پېښور ته راغلي و او د راتګ لویه هیله یې هم د خپل کور لیدل و.
ستنېدو کې رشي کپور د دې کور خاورې له ځان سره یووړې.
شکیل وحیدالله د پېښور اړوند هنرمنانو او سندرغاړو سره اوس هم اړیکه لري.
هغه وايي، پر ۲۰۰۹ او له هغه وروسته یې د هند له هغو هنرمنانو سره بیا بیا لیدلي چې اصل کې د پېښور دي.
دوی کې پر کپور کورنۍ سربېره دلیپ کمار او نور هم شامل دي.
د رشي کپور دا خبرې یې یاد دي چې هیله یې وه پلرني کور کې یې موزیم جوړ او د کپور کورنۍ د فلمي ژوند اړوند یادښتونه او توکي پکې وساتل شي.
د رشي کپور په باور دې کار سره به د هند او پاکستان اړیکه وي او له پېښور سره به د دوی مینه ژوندۍ وي.








