رشي کپور ځان پرېږده، د پلار له مینې هم پرده پورته کوي

د عکس سرچینه، ABHA SHARMA
دا مهال په بالیووډ کې د هنرمندانو د ژوند مستند د جوړولو ترڅنګ د دوی د ژوندلیک کښلو لړۍ هم روانه ده او هغه هم چې بالیووډ د خپلو هنرمندانو په چلند مشهور دی.
اوس چې ګورې هغوی د خپل ژوند لیک کتاب پر خپرولو بوخت دي او ښکاره ده چې هر یو کوښښ کوي، له ډېرو ډېر خلک یې کتاب ولولي.
په دې وجه د کتاب دېګ کې مساله اچوي او د خپل ځان په هکله زبردستې موندنې ښيي، لکه چې کرن جوهر په خپل کتاب 'ان سوټ ایبل بوای' یا (یو مناسب هلک) کې د ځان او خپلو ملګرو څو انکشافات یا موندنې کړې دي.
په دې سیالۍ کې رشي کپور هم له ټولو مخکې شوې، هغې په خپل کتاب کې ډانګ پېیلي خبرې کړې او څه یې په پرده کې پرېښودلي نه دي. هغې خپل ځان پرېږده ان د خپل پلار راج کپور د مینې کیسې هم راوړې دي.
هغه که اوس که له نرګس سره وي یا هم وجینتي مالا سره، خو ژوند یې ښه ور ته روښانه کړی دی.
رشي کپور د خپلې ژبې له امله ځانګړی شهرت لري او اوس به له هغې څوک دا وپوښتي چې څنګه یې د راج کپور د ژوند ډاګیزولو لپاره دا کار وکړ.
د دوو لویو فېلمونو ټکر

د عکس سرچینه، FILMKRAFT/Twitter
دا اونۍ په باليووډ کې دوه لوی فېلمونه ټکر کوي او ډېر خلک هم پر دوی خبرې کوي.
د فېلم 'قابل' اتل ریتک روشن او د 'رییس' اتل شاه رخ خان په ځلونو ځلونو ویلي، چې دواړه فېلمونه له یو بل سره ډېر توپیر لري، ښه دي، دواړه به د خپلې برخې کار وکړي، ځکه دا کوم ټکر نه دی.
داسې ښکاري چې دا خبره دلته پای مومي، خو لا هم چې د فېلم خپرېدلو ته څو ورځې پاتې دي، نوریتک وايي، پلار یې؛ د فېلم پروډیسور او ډایرېکټر راکیش روشن دې خبرې پرېشان او خپه کړی دی.
د رېتک خبره ده، چې که 'رییس' فېلم د خپرېدلو وخت سم پلان شوی وی، نو ښايي اوس یې وار را رسېدلی نه وی.
له دې مخکې د 'رییس' او 'سلطان' فېلمونه یو ځای خپرېدل، خو د 'رییس ډایرېکټر راهل ډولکیا د فېلم خپرېدلو تاریخ وځنډاوه.
د شاه رخ خان خبره ده، چې د هند په څېر هېوادونو کې د دوو فېلمونو یو ځای خپرېدل کومه لویه خبره نه ده.
خو له دې مخکې د رېتک فېلم 'موین جوداړو' سره د اکشې کمار 'رستم' ټکر شو، چې له امله یې 'موین جوداړو' ډېر سخت ناکام شو.
مګر د دې فېلم د لري یا د 'رستم' د بري سبب د فېلمونو د خپرولو وخت سره تړاو نه ور کول کېده.
که رستم هم نه وی ښايي د موین جوداړو به دا حال وی، خو د راکیش روشن فېلمونه تل په یو نوي انداز او موضوع سره راځي او د خلکو په زړونو کې ځای نیسي. هیله ده، 'قابل' هم په هغو فېلمونو کې وي.
د انیل کپور د زوی هرش وردهن شکایتونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د انیل کپور هنرمند زوی هرش وردهن کپور په خپل لومړني فېلم 'مرزیه ' سره د بالیووډ ډګر ته ننوت. د پلار انیل کپور سره خو دې لوبې ته راغی، مګر وايي، چې څه جایزې هم باید ور کړل شي.
خبره دا ده، چې د مناسب فېلم جایزو کې د پنجاب الوت یا 'اړتا پنجاب' فېلم کې یو هنرمند دلجیت دوسنانج ته د غوره مکالمې له امله جایزه ور کړل شوې.
هرش وردهن هم ورته نوماند شوی و، خو پلار یې ډېر بد لرې کړ.
ده په یوه مرکه کې یې ډانګ پېیلي ویلي، چې د مکالمې ایوراډ لومړي فېلم ته ور کول کېږي، ځکه باید ده ته ور کړل شوی وی.
هرش وردهن زیاتوي، چې دلجیت له مخکې هم پنجابي فېلمونو کې کار کړی دی. هغه دغه موضوع په ټوېټر کې هم را پورته کړې ده.
خو خلک اوس پر ټوېټر دا پوښتنه کوي، وروره اول خبره دا ده چې دا جایزه د هندي فېلمونو لپاره ده او دویم دا چې کله په سټارټ ډېسټ جایزو کې هغه ته د ښه هنر ښودلو غوره مکالمې جایزه ور کړل شوه، نو ولې یې دا پوښتنه ونه کړه.
داسې هرش ته په دې پوهېدل هم پکار دي چې جایزه یواځې د لومړني فېلم لپاره نه بلکې د هنر ښودلو له مخې ده، ځکه مهرباني وکړه او شکایتونه مه کوه.








