کرینه کپور: اوس د ممبۍ پر سړکونو ډارېږم

د هندي فلمونو مشهوره لوبغاړې کرینه کپور وايي، د هندوستان اقتصادي او فلمي مرکز ممبۍ د ښځو لپاره د پخوا په څېر خوندي ښار نه دی.
نوموړې ممبې کې د یوه موبایل ایپ شرکت له لوري د دغه ایپ پېژندنې غونډې ته وینا کې وویل:
' ممبۍ کې پخواني خوند پاتې نه دی، ما تر دوه کاله مخکې پورې دلته ځان خوندي محسوساوه، خو داسې پېښې رامنځ ته شوې، چې اوس ډارېږم، زه اوس د پخوا په څېر د دغه ښار پر سړکونو داسې ډاډه نه ګرځم. د نوموړې په خبره دغه ښار کې پر یوې خبریالې او دغه راز زما کورته نژدې پر یوې بهرنۍ مېرمنې د جنسي تېري پېښو اندېښمنه کړې یم. '
ایپ جوړونکي شرکت مسوولین وايي، دغه اله به د هغو مېرمنو ته د خبرداري پیغام ورکوي، چې له ناوړه حالت سره مخامخ کېږي.
کرینه کپور وايي د خپلو فلمي فعالیتونو لړ کې کله ناکله ناوخته کور ته ځي، خو وايي تر هغې چې کور ته نه وي رسېدلې، مور یې اندېښمنه وي.
کرینه وايي، د جنسي تېري پېښې که څه هم ټول هېواد کې رامنځ ته کېږي، خو د هغې په وینا د مخنیوي لپاره یې په خلکو کې د زده کړو کچې او دغه راز مېرمنو کې د خپلو حقونو اړوند شعور کچې لوړولو ته اړتیا ده.
نوموړې د جنسي تېري اړوند قانون سختولو ستانیه وکړه، وايي که مجرمانو ته سختې سزاګانې ورکړلې شي، دغه ډول پېښې به لږ شي.
نوموړې په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې د مېرمنو پر حالت خواشینې وښوده، وايي حکومت باید له هغوی سره د زور زیاتي مخنیوي کې رغنده ګامونه پورته کړي.








