"د نواز شریف اوسنۍ واکمنۍ کې پاکستان تر ټولو ډېر پور کړی او ۷۹ میلیارد ډالره پوروړی شوی"
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
ایکسپرېس ټریبیون:

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستانۍ ورځپاڼه ایکسپرېس ټربیون د محکمې له خوا د ګوښه کړل شوي مخکني لومړي نواز شریف د واکمنۍ په اړه لیکي چې د هغه د واکمنۍ په دوره کې تر بل هر لومړي وزیره پاکستان ډېر پور کړی دی.
د ورځپانې د معلوماتو له مخې د هغه په څلور کلنه واکمنۍ پاکستان څلور دېرش میلیارد ډالره پور تر لاسه کړی.
ورځپاڼه زیاتوي له دې جملې شاوخوا ۱۷ ملیارده د پخوانیو پورونو پر ادا کولو لګول شوي.
ایکسپرېس ټریبیون زیاتوي چې د نواز شریف د واکمنۍ پرمهال د پاکستان بهرني پورونه دېرش سلنه زیات شوي او ۷۹ ملیارده ډالرو ته رسېدلي دي.
ایکسپرېس ټریبیون زیاتوي د دغو پورونو یوه برخه د بهرنیو اسعارو په رانیولو لګول شوې چې پانګوالو ته وښودل شي پاکستان له اقتصادي ثباته برخمن دی.
الرای:

د عکس سرچینه، EPA
د قطر الرای ورځپاڼه په خپله سر مقاله کې سعودي ته د قطري حاجیانو پر ورتګ د لګول شویو محدودیتونو په اړه لیکي، قطر همداسې تمه لرله چې له حج مراسمو به هم د دوی پرضد د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي او له همدې لارې به هم سعودي عربستان هڅه وکړي چې پر قطر د کلابندۍ کړۍ نوره هم تنګه کړي.
الرای ورځپاڼه زیاتوي د حج فریضې د سیاسي کولو هدف د یو لړ سیاسي هدفونو د تر لاسه کولو لپاره شوی دی، خو د مصر الاهرام ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي چې قطر به هیڅکله د څلورو عربي هېوادونو شرطونو ته غاړه کېنږدي، هغه غوښتنې چې د مطلب د لیکوال په وینا قانوني او دقیقې دي.
په مطلب کې وړاندې ویل شوي قطر به د خپل نوم د ښه کولو لپاره د پيسو لګولو ته دوام ورکړي .
د مطلب لیکوال زیاتوي پر قطر د بندیزونو لګوونکي به د نویو معلوماتو په ترلاسه کولو سره د قطر په اړه د ځینو نورو هېوادونو دریځونو ته هم بدلون ور کړي.
ډيلي مېل:

د عکس سرچینه، EPA
برتانیا چاپ ډیلي مېل ورځپاڼه وايي، په تېرو دوو ورځو کې د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو له خوا د خپل پوځي ځواک د ښکاره کولو سیالي وه.
ډيلي مېل د دې خبرې په کولو سره د روسیې او چین پوځي پرېډونو او د امریکا او ګورجستان ګډو پوځي مانورو ته اشاره کوي.
ورځپاڼه وايي، د همدې ځواک ښودلو لپاره چېن خپل ځواکونه پراخ پوځي پرېډ کې نندارې ته وړاندې کړل چې ولسمشر شي جن پینګ هم پکې ګډون درلود.
ډيلي مېل د روسیې د سمندري ځواکونو نندارې ته هم اشاره کوي چې د روسیې ولسمشر په مخ کې دا ننداره وړاندې شوه.
ورځپاڼه زیاتوي په ورته مهال د ناټو په چوکاټ کې د امریکا او ګورجستان تر ټولو لوی پوځي تمرین پیل شو او په دې سره امریکا وښوده چې په سیمه کې د خپلو ملګرو هېوادونو ملاتړ ته دوام ور کوي.
په دغه تمرین کې د برتانیا، اوکراین، ترکیې، جرمني او سلوانیا سرتېرو هم ګډون درلود.








