اسټرالیا د ښځو "د ځوروونکې پلټنې" په اړه له قطر ځواب غوښتی

قطر

د عکس سرچینه، Reuters

اسټرالیا له قطر د هغو "خواشينوونکو رپوټونو" وضاحت غوښتی، چې وايي روانه میاشت له دوحې سیډني ته تر یوې الوتنې وړاندې په هوايي ډګر کې مېرمنې لوڅې او پلټل شوې دي.

دا مېرمنې تر هغې وروسته پلټل شوې، چې د حمد نړیوال هوايي ډګر د ترمینال په تشناب کې یو نوزېږ ماشوم وموندل شو.

د ماشوم پالنه کېږي خو مور یې لا نه ده موندل شوې.

د پېښې عیني شاهدانو رسنېو ته ویلي، مساپر د قطر هوايي شرکت دې الوتکې ته پورته شوي وو چې مېرمنو ته د بېرته کوزېدو سپارښتنه وشوه.

د رپوټونو له مخې ديارلس اسټرالیایۍ مېرمنې یوه نږدې ولاړ امبولانس ته بوول شوې او له پلټنې وړاندې تر جامو لاندې لباسونو ايستلو ته اړ شوې دي.

اولفګنګ بابېک چې په همدې الوتنه کې سیډني ته تللی «اې بي سي» تلویزيون ته ویلي "ښځې چې بېرته راغلې، ځینې - یا ښايي ټولې خواشینې وې - یوې چې تر نورو ځوانه وه، ژړل. "

د قطر حکومت تر اوسه د دې پېښې په اړه- چې ویل کېږي د اکتوبر په دویمه شوې- غبرګون نه دی ښودلی. ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎

خو د اسټرالیا حکومت د دغو رپوټونو ته په کتو ویلي داسې ښکاري چې په دغه وضعیت او چلن کې د مېرمنو رضایت پام کې نه دی نیول شوی.

استرالیا

د عکس سرچینه، EPA

د اسټرالیا بهرنېو چارو وزیرې مارېز پاېنې د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا کار جنسي ځورونه بلل کېدای شي که نه، وویل: " نه، داسې څه نه انګېرم، ځکه ما تر اوسه د پېښې رپوټ په جزیاتو سره نه دی لیدلی."

نوموړې وايي "دغه خواشینوونکي، ځوروونکي او اندېښمنوونکي موارد" یې د اسټرالیا فدرال پولیسو ته رسولي او د اسټرالیا حکومت به له قطري چارواکو د توضحیاتو له ترلاسه کېدو وروسته خپل راتلونکي ګامونه اعلان کړي.

اسټرالیا وايي د دې پېښې اطلاع یې په وخت ترلاسه او سملاسي په دې اړه خپلې اندېښنې په رسمي ډول له مقابل لوري سره شریکې کړې دي.

هاخوا حمد نړیوال هوايي ډګر په یوه اعلامیه کې ویلي: روغتیايي متخصصانو د هغې مور روغتیا د اندیښنې وړ بللې وه چې تازه یې ماشوم زېږولی و او چارواکو ته یې ویلي و چې دغه مور باېد تر الوتنې وړاندې پېدا او وکتل شي.

په اعلامیه کې زیاته شوې " په دې پلټنه کې له هغو کسانو مرسته وغوښتل شوه چې د هوايي ډګر هغه ځای ته چې دا نوزېږ ماشوم پکې موندل شوی و، لاسرسی لري."

د اسټرالیا بهرنېو چارو وزیره وايي چارواکي له دغو مېرمنو سره په تماس کې دي او له راګرځېدو وروسته د کورونا وېروس د لېږد د مخنيوي لپاره د مقرراتو له مخې د ۱۴ ورځني قرنطین پر مهال له مناسب ملاتړه برخمنې وې.

په حمد نړیوال هوايي ډګر کې د موندل شوي ماشوم پالنه روانه ده، خو دغه هوايي ډګر یې د مور په لټون بوخت دی.