که څوک پر ځان وژلو فکر کوي؛ څنګه یې ژوند ته وهڅوو؟

امریکا کې د شوې مطالعې له مخې ځان وژونکی په نامستقیم ډول ۱۳۵ کسان اغېزمنولی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا کې د شوې مطالعې له مخې ځان وژونکی په نامستقیم ډول ۱۳۵ کسان اغېزمنولی شي.

هرو ۴۰ ثانیو کې د نړۍ په یوه کونج کې یو کس په خپله ځان وژني. د روغتیا نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې، هر کال اته لکه کسان ځانوژنه کوي. له ترافیکي پېښو وروسته ځانوژنه د ۱۵ تر ۲۹ کلونو په منګ خلکو کې د مرګ لوی لامل دی.

د دې ادارې په خبره، دومره ډېر مرګ بوږنوونکی دی، خو ډېر سر پرې نه خوږول کېږي، خو د ځان وژونکي پر بچیانو، مور پلار، مېرمن یا خاوند، ملګرو او خپلوانو اغېز کوي.

امریکا کې یوه مطالعه ان دا هم وايي، چې ځان وژونکی په نامستقیم ډول ۱۳۵ کسان اغېزمنولی شي.

Banner

که د ځانوژنې په اړه فکر کوئ؟

  • افغانستان کې ۱۱۹
  • ایران کې ۱۲۳
  • برتانیا کې د سماریټن خیریه ادارې ۱۱۶۱۲۳
  • امریکا او کاناډا کې ۹۱۱ شمېرو ته زنګ ووهئ.
Banner

د کنټاکي پوهنتون غړی ډاکټر جولي سرل وایي، څومره چې د ځانوژنې له قرباني سره یو کس ځان نږدې احساس کړي له رواني پلوه ډېر اغېزمنېږي او دا له کورني تړاو سره اړیکه نه لري.

خو موږ هر یو ښايي د دې موضوع د ننګولو لپاره په خبرو کې له ستونزو سره مخ شو.

دې مطلب کې سپارښتنې له تاسو سره مرسته کوي چې که یو کس پر ځان وژلو فکر کوئ، نو څنګه خورا ښې خبرې ور سره وکړئ.

د کنټاکي پوهنتون غړی ډاکټر جولي سرل وایي، څومره چې د ځانوژنې له قرباني سره یو کس ځان نږدې احساس کړي له رواني پلوه ډېر اغېزمنېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کنټاکي پوهنتون غړی ډاکټر جولي سرل وایي، څومره چې د ځانوژنې له قرباني سره یو کس ځان نږدې احساس کړي له رواني پلوه ډېر اغېزمنېږي

خبرې پیل کړئ

کله چې د چا زړه ځان وژنې ته وشي، بیا ښه او بد نه ګوري. د رواني روغتیا اړوند د برتانوۍ موسسې ویاند کرېنګټن بي بي سي ته وویل، تر ټولو مهم خبرې پیلول دي:

"باید له هرڅه مخکې دا ومنو چې خبرې سختې دي او هغسې خبرې هم نه دي چې تل یې موږ کوو. ځکه ښايي غوسه او اندېښمن یاست او دا طبیعي هم ده. خو تاسو شرایط بدتر کولی نه شئ، ځکه وضعیت تر ممکنه بریده خراب دی. مهمه خبره دا ده چې له قضاوت پرته غوږ ونیسئ".

Presentational grey line

څنګه خبرې وکړو؟

  • داسې خاموش ځای غوره کړئ، چې مقابل لوری پکې ځان ارام وبولي.
  • ډاډمن شئ چې دواړه د خبرو لپاره ډېر وخت لرئ.
  • که ناسمه خبره مو وکړه، مه ډارېږئ او اندېښنه مه کوئ.
  • ټول پام مقابل لوري ته وکړئ، د سترګو اړیکه ور سره جوړه کړئ، ملفون یا موبایل ته لاس مه ور وړئ، ټول پام هغه ته وکړئ.
  • صبر وکړئ، ممکن وخت ډېر ووځي او تاسو څو ځلې هڅه وکړئ چې مقابل کس په خبرو راولئ.
  • پرانیستې پوښتنې وکړئ چې ځواب یې هو یا نه نه وي. باوري شئ چې څه مو ویلي، مقابل لوری پرې سم پوهېدلی دی.
  • د مقابل لوري خبرو کې مه ور لوېږئ، حل لار مه ورته وړاندې کوئ. د هغه د خبرو منځ او د هغه د احتمالي احساساتو په هکله خپلې نظرې مه وړاندئ کوئ.
  • باوري شئ چې هغه پوهېږئ له کوم ځای مسلکي مرسته ترلاسه کړي.
Presentational grey line

څوک له خطر سره مخ دی؟

د هر عمر خلکو کې د ځان وژنې فکر شته، خو په نړیواله کچه نارینه وو کې دا شمېر ډېر دی.

پر ۲۰۱۶ کال نارینه وو کې د ځان وژلو کچه په هرو یو لک کسانو کې ۱۳،۵ ریکارډ شوې، خو په همغه کال په یو لک ښځو کې ۷،۷ مېرمنو ځان وژنه کړې ده.

خو مختلفو هېوادونو کې د نارینه او ښځینه ځان وژونکو کچه هم پام وړ توپیر لري.

د نړۍ په کچه روسیه کې ډېره ځان وژنه کېږي. پر ۲۰۱۶ کال د روسیې هرو یو لک نارینه وو کې ۴۸ کسانو ځان وژنه کړې او دا شمېر د دغه هېواد د ښځو د همغه کال تر ځانوژنې شپږ وارې ډېر دی.

د ځانوژنې او رواني ګډوډیو( په تېره ژور خپګان او الکولو څښلو) ترمنځ تړاو تر ډېره په رسمیت پېژندل شوی، خو ډېری ځان وژنې ناڅاپي او د ستونزې پر مهال وي.

د بېلګې په ډول کله چې یو کس د ژوند له ستونزو؛ لکه اقتصادي مشکلاتو، عاطفي ماتې یا درد او یا سختې ناروغۍ سره مخ شي، نو د ځان وژنې ګرداب ته ور غورځي.

کلیوالو سیمو کې د ځانوژنې شمېر ډېر دی. دا ډول هغو زیانګالو ډلو کې چې له تبعیض سره مخ وي، لکه کډوال او پنا غوښتونکي، بندیان او نور.

د روغتیا نړیوالې ادارې په خبره، نښتې، بدې پېښې، تاوتریخوالی، بد چلن، ځاني او مالي تاوان او د ګوښه توب حس هغه نور عوامل دي چې د ځان وژنې خطر ډېروي:

"د یو کس شاوخوا ښايي له خلکو ډکه وي، خو بیا هم ښايي ځان ګوښه وبولي. خلک ممکن له اقتصادي ستونزو سره مخ شي، دا ټول سره یو ځای کېږي او پر کس فشار اچوي. که شاوخوا خلک یې ملاتړ ونه کړي، نو دا فشار لا ډېرېدلی شي".

اسټرالیايي اداره وايي، د ځان وژنې په هکله خبرې کول ښايي ژوند ته د هغو خلکو په هیله پیدا کولو کې مرسته وکړي چې پر ځان وژلو فکر کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسټرالیايي اداره وايي، د ځان وژنې په هکله خبرې کول ښايي ژوند ته د هغو خلکو په هیله پیدا کولو کې مرسته وکړي چې پر ځان وژلو فکر کوي.

ټولنه څه مرسته کولی شي؟

  • د روغتیا نړیواله اداره وایي، حکومتونه د ځانوژنې د مخنیوي لپاره ډېر کارونه کولی شی، لکه؛
  • تابو ماتول او په دې تړاو خبرې کول.
  • ځوانانو په تېره ښوونځیو کې د ژوند له فشارونو سره د مقابلې لپاره د مهارتونو تدریسول.
  • د ځان وژنې اړوند شکمن چلن د مدیریت او ارزولو لپاره د روغتیا برخې نامتخصصو کارمنانو روزل.
  • له خطر سره د مخ کسانو پېژندل او د هغوی ملاتړ، له دوی سره اوږدمهالی تماس ټینګول.
  • وژونکو وسیلو ته لاسرسی محدودول.
  • ناسم باورونه له منځه وړل.

د رواني روغتیا اړوند ادارې هڅه کوي، هغه باورونه له منځه یوسي چې دوی یې ناسم بولي؛ لکه د ځان وژنې په هکله خبرې کول د خلکو په ذهن کې د ناسم فکر پیدا کېدو سبب کېږي.

خو بیانډ بلو اسټرالیايي اداره- چې د روغتیا برخه کې کار کوي او د دې هېواد پخوانۍ لومړۍ وزیره جولیا ګیلارډ یې مشره ده- وايي، د ځان وژنې په هکله خبرې کول ښايي ژوند ته د هغو خلکو په هیله پیدا کولو کې مرسته وکړي چې پر ځان وژلو فکر کوي.

د دې نادولتي ادارې د نظرپوښتنې له مخې، له هرو درې زرو اسټرالیایانو ۳۰ سلنه اندېښمن و چې د ځان وژنې په هکله خبرو سره به خلکو ته ناسم فکر ور کړي.

د دې نظر پوښتنې نیمايي ګډونوال باوري و چې له هغو خلکو سره د مرستې لپاره مسلکي مهارتونه مهم دي چې د ځان وژنې اړوند فکر لري.

روغتیايي اداره وايي، د ځان وژنې په هکله خبرې کول د خلکو په ذهن کې د ناسم فکر پیدا کېدو سبب کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روغتیايي اداره وايي، د ځان وژنې په هکله خبرې کول د خلکو په ذهن کې د ناسم فکر پیدا کېدو سبب کېږي

قضاوت مه کوئ

مېرمن ګیلارډ د دې نظرپوښتنې پایلو ته په اشاره وایي: "له خطر سره د لاس او ګرېوان کس د مرستې لپاره پکار نه ده چې تاسو روغتیايي متخصص یاست، یوازې له هغه سره خبرو ته تیار شئ".

خو کرېنګتن وایي، که څه هم د درملنې لپاره خورا ښه لار متخصص ته مراجعه ده، خو که د ځان وژنې په هکله په صراحت خبرې وکړئ، نو دا ښيئ چې د قضاوت اراده نه لرئ. دا کار په خپل وار سره د لنډ مهال لپاره په مقابل لوري کې د سکون حس پیدا کوي.

"ښايي هغه ووايي، وی، نه، خدایه، ما په داسې څه فکر نه کاوه، دا د خبرو پای دی، خو ډېری خلک، چې کله د ژور خپګان سره لاس ګرېوان وي. دا فکر یې د ذهن ژورو کې وی".

د نن خبرې وکړئ

"که چا ته اندېښمن یاست، هره ورځ یې حال وپوښتئ. د 'نن' کلیمه کارول ښايي ګټور وي، که هغه خپلو احساساتو کې تر سره ډوب وي، نو دا پوښتنه ډېره سخته نه ده. ډېری وخت هغه کسان چې په ځان وژلو فکر کوي، په خبرو د راوستلو لپاره یې له یوې مکالمې ډېرو خبرو ته اړتیا ده. باید ګام په ګام یې باور خپل کړئ چې احساس وکړي د قضاوت نیت نه لرئ".