کورونا وېروس: ډاکټران باید څرنګه ځان له عصبي فشاره وساتي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ډاکټره مسکا سیدي
- دنده, راینس فول - ناروې
د ناروغ مړينه د يو ډاکټر لپاره یوه ناغوښتونکې پېښه ده، خودا ناشونې ده چې يو ډاکټر پخپل کاري ژوند کې د خپل ناروغ مړينه تجربه نکړي. ډېر ډاکټران داسې پېښې د خپل طبي ژوند يوه غمجنه برخه ګڼي.
د ځينو ډاکټرانو لپاره ناروغ له لاسه ورکول د دې لامل کيږي چې تر عصبي فشارونو لاندې راشي او په مسلکي چلند يې منفي اغېز پريږدي.
اوس چي د کورونا وېروس د بحران پر مهال ډاکټران د نورمال حالت څخه ډېرې مړينې تجربه کوي نو دا د دوی په عصبي حالت څه اغېز پريږدي؟
دغو منفي اغېزو سره بايد څه ډول چلند وشي ترڅو ډاکټران داسې حالت کې ځان د عصبي فشارونو څخه وساتي؟
ځينې ډاکټران د ناروغ سره اوږد مهاله مسلکي اړيکه لري، او ځیني بيا لنډ مهاله.
د ناروغ د مړينې اغېز په ټولو ډاکټرانو څه نا څه يو بل ته ورته دی. دا اړينه ده چې ډاکټران د دغو پېښو سره د مخامخ کېدو او زغملو ميکانېزمونو باندې پوه اوسي.
د فشارونو په صورت کې د انسان په بدن کې د (Cortisol) کورتيسول په نوم د سټرېس هورمون جوړيږي.
د دغه هورمون کچه د عامو انسانو پرتله روغتیا پالانو کې لوړه وي، ځکه چې هغوی هره ورځ د کار په وخت کې د سټرېس يا عصبي فشارونو سر مخ وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نن سبا د کورونا وېروس بحران له کبله دغه عصبي فشارونه څو واره لوړ شوي دي. روغتیا پالانو کې د ځان ساتنې ډار، د ناروغ د ژوند ژغورنې کوښښ او د امکاناتو نشتوالي سټرېس د هغوی کاري او شخصي ژوند او فکر ګډ وډ کړي.
د امريکا د متحده ایالاتو د مايو کلينک د څیړنو له مخې سټرېس یا عصبي فشار ډاکټرانو ته فزيکي، روحي، او مسلکي زيانونه رسولی شي.
سر خوږی، ځان خوږی، بي خوبي او اندېښنه کول د عصبي فشارونو فزيکي نښې دي.
د یو ډاکټر په طبعیت کې بدلون ښکاره کیدل، لکه ډار، نارامي، غوسه، زړه تنګون، ځان تجريدول او ژورخپګان هم د عصبي فشار نورې نښې دي.
د ډاکټرانو په کړو وړو کې بدلون راتلل، لکه ډېر يا لږ خوړل، دېر یا لږ خوب کول، د نشه یي توکو کارول، کورنی تاوتريخوالی او فزيکي زورزياتی د عصبي فشار تر ټولو جوتې او جدي نښې دي.
په روغتياپالانو کې د ډېرېدونکو عصبي فشارونو له امله ځان وژنه یو بوږنوونکی حقيقت دی.
په ناروې کې د شوې یوې څيړنې له مخې په هرو ۱۰۰۰ کسانو کې ۱۱۱ ډاکټرانو د ډېرېدونکو عصبی فشارونو له امله ځان وژلی.
د دې څیړنو پر بنسټ اټکل کولی شو چې که په وخت پاملرنه ونشي نو د کورونا وېروس بحران په اوږدېدو، او له هغې وروسته به د عصبي فشارونو له امله په روغتیاپالانو کې ځان وژنې ډيرې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه عصبي فشارونه د ډاکټرانو څلور ځانګړي ارزښتونه لکه چوپړ، غوره والی، معالجوي وړتیا او شفقت کمزوري کوي او د بې کفايتۍ او د ناوړه مسلکي چلند سبب ګرځي.
پورته یادې شوې نښې د وخت په تیریدو سره د صدمې څخه وروسته فشار یا PTSD, له خواخوږي څخه ستړیا Compassions fatigue، فکري ستړیا Burn out او اخلاقي نیستي Moral distress په څېز ستونزې زېږولی شي.
د روغتياپالانو لپاره د عصبي روغتيا ساتنې په موخه بيلا بيل ميکانيزمونه شته چې ځينې يې فردي او ځيني يي ډله ییز ميکانیزمونه دي.
فکري تمرين Mental Training
ډاکتران بايد د هر ناروغ په هکله ژور او شعوري فکر وکړي، تر څو یې د ناروغۍ پر هر اړخ پوه او د ناروغ د له منځه تلو ټول ممکنه خطرونه وڅېړلی شي.
دغه فکري تمرينات باید د هر ناروغ لپاره په منظم ډول ترسره شي، دې پروسې ته باید د فزیکي روزنې په څیر وکتل شي.
لکه څنګه چې انسانان د عضلاتو د ځواکمنولو لپاره فزیکي تمرينات کوي همداسې فکري تمرينات د مغز حجرې ځواکمنوي او انسان له عصبي فشارونو ساتي.
فکري رغېدنه Mental Reforming
کله چې د وبا په وخت کې ډاکټران د ګڼ شمېر مړينو سره مخ کیږي نو ځانونه ورته کمزوري او نالايق ښکاري.
د دې احساس په پایله کې ډاکټران پر ځان زړه خوږوي او خپلو امرينو یا مشرانو ته غوسه کوي چي ولې یې مرګ ته نږدی ناروغ ور
وسپاره.
د داسې فکرونو راتګ سره سم ډاکتران کولی شي چې خپل منفي فکرونه مثبت لوري ته واړوي او داسې فکر وکړي چې: ما د ناروغ ژوند ونشو ژغورلی، خو د ژوند تر وروستۍ شيبې يي په خدمت کي وم او خپله مسلکي او انساني دنده مي سرته ورسوله.
له ناورغ سره مې تر وروستیو شېبو خواخوږي درلوده او مرسته مې ورسره کوله.
ځان پېژندنه او ځان ساتنه Self-awareness and Self-care

د عکس سرچینه، Getty Images
پورته یاد شوي میکانېزمونه قوي دسپلین ته اړتیا لري. یانې د ناروغ په حالت ځان پوهولو سره سره بايد ډاکټران له خپل عصبي حالته هم خبر اوسي.
ډاکټر باید خپلې نيمګړتياوې او کمزورۍ وپیژنې، او د پياوړتيا لپاره يي پر ټاکلو میکانیزمونو برلاسی اوسي.
د ځان ساتنې لپاره باید د خپلو فزیکي کاري وړتیاو خبر اوسي او د فشار د مخنیوي لپاره د (نه) ویلو جرئت ولري.
د عقلي او عصبي ډاکټرانو ترمنځ ځان پیژندنه او ځان ساتنه د عصبی ناروغیو د مخنیوي لپاره تر ټولو ارزښتمن میکانیزمونه ګڼل کیږي.
په روغتونو کې د ناروغ تر مړينې وروسته د ناروغ طبي ټیم په ګروپي ډول د ناروغ د مړینې پيښه څیړي، چې روغیتاپالان ورته Psycological Debriefing وایي.
په دغه تشریح کې دوی کولی شي چې د ناروغ د مړيني د علت په باب خبري وکړي.
لومړۍ تشریح یا بحث د ناروغ د مړينې په ورځ تر سره کيږي او دویمه کتنه ۲۴ ساعته وروسته او نورې کتنې د اړتیا له مخې تر سره کيږي.
د وبا په حالت کې ډېره اړينه ده چې روغتياپالان خپل عصبي حالت پياوړی وساتي، ځکه ټولنه دوی ته اړتيا لري.
د اعصابو د پياوړتيا لپاره له فردي او ګروپي ميکانېزمونو ګټه اخیستل يو اړين ګام دی.
د نه زغميدونکو او منفي اغېز لرونکو عصبي فشارونو په وخت کې له اړوند ډاکټر نه مرسته غوښتل دومره اړین دي لکه د کورونا وېروس د خورېدو مخنیوی.








