کورونا وېروس؛ ګوګل هره ورځ ۱۸ میلیونه ایمیلونه بندوي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

ګوګل وايي، "دوکه ماران" هره ورځ د جي مېل کاروونکو ته ۱۸ میلیونه تېر ایستوونکي ایمیلیونه لېږي. د ټکنالوژۍ لویو کمپینو په وینا، د کورونا وبا د درغلګرو بریدونو د ډېرېدو لامل شوې او له دې لارې دوی هڅه کوي چې د شخصي معلوماتو د ترلاسولو لپاره کاروونکي دوکه کړي.

ګوګل هره ورځ له سل میلیونو ډېر تېرایستونکي ایمیلونه بلاک کوي چې د دغه کمپنۍ په وینا، هر پنځم ایمیل د کورونا ویروس اړوند و.

د ټکنالوژۍ کمپنیو د معلوماتو له مخې اوس مهال کووېډ-۱۹ د چل ول تر ټولو لویه پلمه ګرځېدلي.

د ګوګل د ایمیل استولو پروګرام یا جي مېل شاوخوا یو نیم میلیارد کاروونکي لري.

.

ځینو ته په پراخه کچه داسې بېلابېل ډول برېښنالیکونه استول کیږي او د لویو سازمانونو لکه د روغتیا نړیوال سازمان له نوم نه په استفادې خلکو ته پیغامونه استوي چې مشخص پروګرامونه ښکته یا ډانلوډ کړي یا له خلکو سره مالي مرستې وکړي.

سایبري مجرمین هڅه کوي چې د دولتي مرستو تګلارې ته ورته طریقو باندې خلک وهڅوي چې له کورونا ځپلو یا د قربانیانو کورنیو سره سره مالي مرستو کې برخه واخلي.

ګوګل ادعا کوي، سیستم یې د دې وړتیا لري چې ۹۹،۹ سلنه داسې برېښنالیکونه خلکو ته له رسېدو وړاندې بلاک کړي.

د سایبري ډېري امنیتي کمپنیو د کورونا وېروس اړوند ډېری بریدونه ثبت کړي دي.

.

د بارکوډا شبکې ویلي چې د کورونا وېروس د وبا د خپرېدو راهیسې د تېراېستونکو برېښنالېکونو په شمېر کې ۶۶۷ سلنه ډېروالی راغلی دی.

ورانکارې ډلې جعلي پیغامونه او برېښنالیکونه استوي او پکې ادعا کوي چې دوی د برتانیا حکومتي کسان یا د روغتیا نړېوال سازما یا(WHO) په استازیتوب دوی ته پیغام استوي او کله کله ان د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په توګه هم معرفي کوي.

د امنتیي مسایلو په اړه خپلواک څېړونکی سکاټ هېلم وايي: "درغلیز بریدونه هغه عام خصوصیات شریکوي چې وېرې پورې تړاو ولري او دا ددې لامل کیږي څو موږ ژر کار وکړو او یا له وخت سره سره زموږ د کارونو په اړه لږ فکر وکړي."

"د کورنا وبا اوس هم یوه حساسه موضع ده او جعل کارانو ته دا موضوع ښه روښانه ده، دوی هیله من دي چې عام خلک به ضرور د دوی د دوکه مارۍ قربانیان کیږي او د دوی لخوا په استول شویو لینکونو به کلک کوي.

کورونا
کورونا