د واوې او ګوګل ستونزه؛ پر کاروونکو یې اغېز؟

د عکس سرچینه، Reuters
ګوګل په یوه نوي ګام کې د چنايي موبایلونو جوړوونکي شرکت واوې ځینې محدودیتونه ولګول چې له دې وروسته به دغه چینايي موبایلونه د انډرویډ سیستم له ځینو اپډېټونو بې برخې وي.
له دې سره به ددغه شرکت نوي ځيرک موبایلونه د ګوګل ځینې پروګرامونو (اپلیکیشن) ته له لاسرسي بې برخې وي.
دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي چې امریکا پرېکړه کړې دغه چینايي شرکت هغه لیست ته ورزیات کړي چې امریکايي شرکتونه به ورسره سوداګري ونه کړای شي.
ګوګل په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې "له دې پرېکړې په بریالۍ توګه د وتو په حال کې دي او پایلې یې ارزوي." دا په دې معنی ده چې له دې پرېکړې وروسته به واوې د ګوګل لخوا امنیتي اپډېټونه او تخنیکي ملاتړ له لاسه ورکړي او ددې شرکت نوي ځېرک ټلېفونونه به د ګوګل ځینې اپلیکېشنونه لکه یوټیوب، مپ (نقشه) او نور ونه لري.
خو واوې کوای شي یو بل ډول د کارونې سیستم یا انډرویډ چې د خلاصو سرچینو (اوپن سورس) له خوا جوړ دی لا هم وکاروي. دا به د واوې په کاروونکو څه اغېز وکړي؟ که واوې د امریکا له دولت سره خپل اختلافات حل نه کړي، ددې شرکت نوي ځېرک ټلېفونونه به محدود امکانات ولري خو په دې شرط چې دا شرکت په بشپړ ډول له انډرویډ سیستم نه ووځي.
تر اوسه معلومه نه ده چې د ګوګل لخوا دغه محدودیتونه به پر واوې تر کومه دوام وکړي. واوې اوس تر سامسنګ وروسته د نړۍ دویم شرکت دی چې ډېر ټلیفونونه پلوري او د شرکت په وینا شاوخوا نیم میلیارد کسان ددوی ټیلیفونونه کاروي.

د عکس سرچینه، Huawei
دې ته په کتو په ګوګل په اسانۍ زړه ښه نه کړي چې د نړۍ دویم ډېر موبایل پلورونکی شرکت له لاسه ورکړي. ښايي دې شرکت سره د سوداګري د دوام لپاره ګوګل له امریکا جواز وغواړي.
که ګوګل له دې شرکت سره د سختکالي (هارډویر) او پوستکالي (سافټویر) او تخنیکي خدمتونه وځنډوي، دا په دې معنی نه ده چې واوې ځېرک ټلیفونونه به په بشپړ ډول انډرویډ سیستم ونه شي کارولای، ځکه داسې خلاص یا اوپن سورس پروګرامونه شته چې د مبایلونو تولیدوونکي شرکتونه یې کارولی او بدلون پکې راوستلای شي

د عکس سرچینه، Getty Images
خو له دې سره سره ددې موبایلونو ډېری کاروونکی د ګوګل په خدمتونو تکیه کوي. لکه:
- د اپلېکېشنونه پېرنځای (Play Store)
- د ویډیوګانو ځېرمه (YouTube)
- د ایمیلونو اپ (Gmail)
- ګوګل نخچه (Google Map)
- د مواد خوندي کولو اپ (Google Drive)
- د انځورنو ارشیف (Google Photo)
- او ځینې نور هغه اپلېکېشنونه چې واک یې د ګوګل په لاس کې دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د واوې نویو ځېرکو ټیلیفونونو کاروونکي به ناڅاپه د ګوګل ددغو خدمتونو څخه محروم نه شي.
ددې مبایلونو لپاره له وړاندې هوکړه اخیستل شوې او د ځانګړو ستاندردونو په بنسټ به دا چاره ژر بنده نه شي.
بل خوا، ګوګل کوای شي پرته له دې چې له هواوې سره مخامخ راشه درشه وکړي، خپل پروګرامونه ددې مبایلونو لپاره لاسرسي وړ کړي.









