'انرجایزر'؛ داسې نوی ټیلېفون چې بېټرۍ یې۵۰ ورځې کار کوي

Power Max P18K Pop

د عکس سرچینه، EVN

انرجایزر شرکت داسې یو نوی ټیلېفون جوړ کړی، چې بېټرۍ یې تر بیا چارجولو پورې ټیک ۵۰ ورځې کار کولی شي.

خو دا ټیلېفون ډېر نری او نرم نه دی، چې د ټیکنالوجۍ مینه والو د ځیرک ټیلېفونونو نړۍ کې د "چاغ هلک" نوم ورکړی؛ دا ځکه چې د نورو موبایلونو پرتله پیړ دی.

دغه ټیلېفون ته "پاور مکس پي ۱۸ کې پاپ" هم ویل کېږي.

د دغه ټیلېفون جوړوونکي شرکت اوینر ټیليکام، چې د انرجایزر شرکت سوداګریزه نښه هم لري وايي، مخکې له دې چې چارج یې ختم شي، کارن تر دوو پرله پسې ورځو په یاد ټیلېفون کې وېډیوګانې کتلی شي، ۱۰۰ ساعته سندرې اورېدلی شي.

دا ټیلېفون د ۲۰۱۹ کال د ګرځنده ټیلېفون نړیوال کانګرس، چې اسپانیا کې جوړ شوی و، د کنفرانس د پاموړ مهم ټکی ګرځېدلی و او یاد شرکت دغه موبایل اعلان کړ.

د انرجایزر سوداګریزې نښې له کبله، ځینې داسې انګېري چې د ټیلېفون تر پوښ لاندې شاید بل څه وي، چې تر دومره ډېره وخته چارج ساتلی شي.

یاد کنفرانس کې د ګډونوالو ځینې شریک شوي انځورونه ښودل شوي، چې یاد ټیلېفون ټول جیب ډکوي او ډېر دروند دی.

ځینې باور لري چې دا ټیلېفون د دې باوري کولو هڅه ده چې ګني دا نوي ځیرک ټیلېفونونه په ۲۰۱۹ کال کې د ځینو هغو کارنو اړتیاوې پوره کولی شي چې په انډرویډ سیستم چلېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د بي بي سي د ټیکنالوجۍ خبریال زو کلاینمان وايي "د ډېرو غوسه په دې پارېږي چې د بېټرۍ ټیکنالوجي یې د ځیرک ټیلېفونونو له ټیکنالوجۍ سره یوشان نه ده."

دی وايي: "په جیب کې دغه ټیلېفون تاسو ته ډېرې دندې ترسره کولی شي او تاسو له نورو خلکو سره په اړیکه کې ساتي. خو تر ټولو مهمه دا ده چې ډېر چارج وساتلی شي او ډېر معلومات پکې وساتل شي."

نوموړی دا هم وايي: "د انرجایزر شرکت له خوا دا وړاندې شوی ټیلېفون رښتیا هم یوه بېله ځانګړنه لري، خو چارجول یې ډېر وخت نیسي او په جیب کې دروند وي. که څه هم لوی ښکاري، خو د پخواني ایفون دوه برابره پیړوالی لري."

Power Max P18K Pop at the 2019 Mobile World Congress

د عکس سرچینه، Getty Images / Avenir Telecom

د عکس تشریح، پاور مکس پي ۱۸ کي پاپ ټیلېفون

ټیلېفون جوړوونکي وايي، د یاد ټیلېفون بېټرۍ په ځیرک ټیلېفونونو کې ښه ظرفیت لرونکې ده، چې سربېره پر دې، پنځه کامرې هم لري.

تر اوسه یاد شرکت بازار ته د دغه ټیلېفون د رایستلو اعلان نه دی کړی او نه یې هم د ټیلېفون وزن اعلان کړی.