کورونا ویروس: اپل او ګوګل له ناروغو سره د اړیکې معلومولو تکنالوژي چمتو کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
اپل او ګوګل تکنالوژۍ شرکتونو هوکړه کړې چې په ګډه داسې تکنالوژي چمتو کړي چې خلکو ته وښيي چې پر کورونا له اخته کسانو سره یې اړیکه یا تماس لرلي دي او که نه.
دوی هیله لري چې نورو اپلیکېشونه سره مرسته وکړي چې په اغېزمنه توګه د کورونا ويروس وڅاري. خو دوی په ورته وخت کې غواړي د بېلابېلو اپلیکېشنونو د ډاونلوډ اړتیا کمه کړي او په دې سره خلک وهڅوي چې د دې سېسټم کارولو ته وهڅېږي.
دواړه شرکتونه په دې نظر دي چې د خصوصي حریم په پام کې نیولو سره به د هغو کاروونکو پېژندګلوي نه کوي چې په خپله خوښه په دې پروګرام کې برخه اخلي.
د کورونا ویروس د څار دا سېسټم د ځیرک ټیلیفون د بلوټوت سګنالونو په کارولو سره خپله دنده ترسره کوي او دا ښيي چې ایا د ټیلیفون څښتن له ځینو کسانو سره د ټاکلي وخت لپاره نږدې پاتې شوی اوکه نه.
که وروسته مالومه شي چې له دې ډلې کوم څوک پر کورونا اخته شوی، نو د ټیلیفون څښتن ته د خبرداري پیغام استول کېږي.
خو په دې بهیر کې د شخص جي پي اس موقعیت او یا شخصي معلومات په سيسټم کې نه ثبتېږي.
ګوګل او اپل په ګډ بیان کې ویلي چې "خصوصیت، روڼتیا او د شخص موافقه په دې بهیر کې ځانګړی ارزښت لري '' او تمه لري چې ''دا چوپړ له هغو لوریو سره د سلا مشورې له مخې رامنځته کړي چې له موږ سره ګډ کار کول غواړي."

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي حکومت یې وخت ته اړتیا لري چې په دې اړه غور وکړي.
هغه ویلي چې دا یو ډېر زړه پورې پروګرام دی خو د ده په وینا ډېر خلک د شخصي ازادۍ برخه کې په دې اړه اندېښنه لري.
خو دې نوښت ته د اروپايي ټولنې غبرګون تر ډېره مثبت وو. د دې ټولنې د معلوماتو خوندي ساتلو د څانګې مشر ویلي دا باید وارزول شوي خو د ده په وینا کاروونکو ته اختیار ورکول او د مالوماتو خوندي ساتلو برخې ته په کتو یې مناسب نوښت دی.
خو ځینې نور بیا په دې نظر دي چې د دې نوښت بریالیتوب به دې پورې اړه ولري چې څومره کسان یې کاروي.








