کورونا وېروس: نیویارک کې مړو ته ډله ییز قبرونه کیندل کېږي

کورونا وېروس امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د نیویارک یوه هدیره کې ځانګړو جامو کې کسان د کورونا وېروس قربانیان خاوروته سپاري

د امریکا له نیویارک ښاره ترلاسه شوي انځورونه ښیي چې د کورونا وېروس قربانیانو د خښولو لپاره ډله ییز قبرونه کیندل کېږي. دا ښار په ټوله امریکا کې د کورونا وېروس له کبله تر ټولو ډېر ځپل شوی دی.‌

په انځورونو کې ښکاري چې یو شمېر خلکو د کورونا وېروس ضد ځانګړي سپین کالي اغوستي او ژورې کندې ته په زینه ور ښکته کېږي.‌

همدې کنده کې د ګڼو هغو کسانو تابوتونه څنګ په څنګ اېښودل شوي چې د کورونا وېروس له کبله مړه شوي.

دا کنده د نیویارک ښار په هارټ اینلنډ سیمه کې کیندل شوې ده، او دې سیمه کې عموماً هغه کسان خاورو ته سپارل کېږي چې وارث نه لري او یا یې څوک د جنازې لګښت نشي ورکولی.

کورونا وېروس امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا د نیویارک هغه هدېره ده چې بې وارثه مړي به په کې خاوروته سپارل کېدل

که څه هم دې سیمه کې له تېرو ۱۵۰ کالو هر ډول مړي خاورو ته سپارل کېږي، خو څارونکي وایي چې په دې انځورونو کې ډېر تابوتونه د کورونا وېروس د قربانیانو دي.

وروستۍ شمېرې ښیي چې یوازې په نیویارک ایالت کې اوس د نړۍ تر بل هر هېواده د کورونا وېروس ډېرې مثبتې پېښې را مخې ته شوې دي.

تر اوسه پورې په دې ایالت کې نږدې یو لک او شپېته زره کسان په دې وېروس اخته شوي دي‌ او ۷ زره کسان وژل شوي.

دا د اسپانیا، ایټالیا او چین، چېرې چې دا وېروس لومړی ځل راڅرګند شو، له شمېرو هم ډېر دی.

یوازې پرون پنجشنبه په دې ایالت کې لس زره تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

او د تېرې چارشنبې پر ورځ دې ایالت کې ۷۹۹ کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي وو، چې دا هم د ایالت په کچه په یوه ورځ کې د مړو یو بل رېکارډ و.‌

په ټوله امریکا کې د کورونا وېروس څلور لکه او شپېته زره پېښې ثبت شوې دي او کابو ۱۶ نیم زره کسان وژل شوي.

کورونا وېروس امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، نیویارک کې د کورونا وېروس له امله د مړینې شمېر په دریمه پرلپسې ورځ د ریکارډ کچې ته رسېدلی

په نړۍ کې بیا د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر اوس له شپاړس لکو اوښتی دی او کابو ۹۵ زره کسان وژل شوي.

د نیویارک ښار په دې ځانګړې سیمه کې پخوا په اوونۍ کې یوه ورځ مړي خاورو ته سپارل کېدل، خو د کورونا وېروس د وبا خپرېدو راهیسې اوس په اوونۍ کې پنځه ورځې دا چاره ترسره کېږي.

عموما د مړو خاورو ته سپارلو چاره د نیویارک ایالت د ریکرز ایلنډ زندان بندیان ترسره کوي،‌ خو دې وروستیو کې د مړو شمېر زیاتېدو له کبله دا چاره قراردادیانو ته سپارل شوې ده.

د نیویارک ایالت والي بېل ډيبلاسیو تېره اوونۍ ویلي وو، تر هغې چې د کورونا وېروس وبا نه وي کنترول شوې، ښایي ځینې مړي په موقتي ډول خاورو ته وسپارل شي‌.