کورونا وېروس؛ امریکا کې مړي له پنځو زرو واوښتل

کورونا

د عکس سرچینه، Reuters

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې امریکا کې د کورونا وېروس له امله د مړو شمېر له پنځو زرو پورته شو.

د دې پوهنتون وروستۍ شمېرې وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې امریکا کې له دې وېروس ۸۸۴ کسان مړه شوي او دا نوی ریکارډ دی.

وروستیو قربانیانو کې یو هم د شپږو اونیو نوزېږ ماشوم دی.

امریکا کې له ۲ لکو ۱۶ زرو ډېر کسان په دې وېروس اخته شوي او دا لهبل هر هېوا تر ټولو ستره شمېره ده.

په دا مهال واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، د فدرالي حکومت د خوندیتوب او طبي وسایلو زېرمې نږدې په خلاصېدو دي.

دا ورځپاڼه د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له خولې زیاتوي، په دې سبب فدرالي حکومت او په فردي ډول ایالتونه د خوندیتوب وسایلو ترلاسولو کې سره سیالي کوي، خو دا بې سارې غوښتنه د ناوړه ګټې تر پولې رسېدلې ده.

د ولسمشر ټرمپ اداره وايي، پوره وسایل ترلاسولی شي او د دې لپاره یې ۱۶ میلیارد ډالر بېل کړي دي.

د چارشنبې نوره پرمختیا

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر د روغتیايي کارپوهانو له خولې وايي امکان شته دوه لکه څلوېښت زره امریکایان له کورونا مړه شي.
  • د امریکا مرستیال ولسمشر خبرداری ور کړ چې ممکن امریکا د ایټالیا په څېر تراجیدي سره مخ شي چې تر ۱۳ زرو کسان پکې له کورونا مړه شوي او دا له بل هر هېواد ډېر دي.
  • په برتانیا کې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته بیا په لومړي ځل د وېمبلډن ټېنیس اتلولۍ ځنډول شوې دي.
  • د برتانیا د حکومت چارواکو ژمنه کړې چې څو اونیو کې معاینې ډېرې کړي.
  • د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو ژمنه کړې چې د خپل هېواد تاریخ کې تر ټولو لوی اقتصادي پروګرام پیل کړي.
  • ایران کې له کورونا د مړو رسمي شمېر تر درې زرو ډېر شوی دی.
  • د روغتیا نړیوالې ادارې مشر تیدروس ادنام جیبریاس وايي، څو ورځو کې به یو میلیون کسان په کورونا اخته شي.

امریکا کې وروستۍ شمېرې

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا کې له کورونا وېروس د مړو شمېر پنځه زره سلو ته رسېدلی دی.

یوه ورځ کې دلته له ۲۵ زرو ډېر کسان په کورونا اخته شوي دي.

نیویارک چې تر ټولو ډېر ځپل شوی له ۱۳ سوو ډېر کسان پکې مړه شوي دي.

د نیویارک بوږنوونکي انځورونه د هغو مړو دي چې له روغتونونو بهر یخچالي ګاډو کې بارېږي.

فلوریډا، جورجیا او میسي سیپي وروستي ایالتونه دي چې د کور پاتېدو غوښتنه پکې کېږي.

له ۷۵ سلنې ډېر امریکایان اوس په کور د پاتېدو له فرمان سره مخ دي.

امریکايي چارواکي وايي، له قیوداتو سره سره امکان شته چې تر دوه لکو څلوېښت زرو امریکایان له کورونا مړه شي.

کورونا
کورونا