خامنهاي: کورونا وېروس د امریکا تولید دی؛ مرسته یې نه اخلو

د عکس سرچینه، Khamenei.ir
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنهاي پر امریکايي چارواکو تور لګولی چې ګواکې کورونا ويروس يې جوړ کړی دی. په خبره يې، له همدې کبله د دې وېروس د مخنيوي په برخه کې له امریکا مرسته هم نه اخلي.
ښاغلي خامنهاي امریکايي چارواکو ته په اشاره وویل، "تاسې تورن يئ چې دغه وېروس تاسې پخپله جوړ کړی دی".
که څه هم ده وویل، نه پوهېږي چې دغه تور څومره ريښتیا دی او په اړه يې کوم ثبوت یا شواهد هم وړاندې نه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ګډون ځینو امریکایي چارواکو بیا کورونا وېروس یو چینایی وېروس بللی دی.
د ایران دغه مذهبي مشر همدا راز ویلي چې ښايي امریکا په درملو کې داسې څه ځای او ایران ته ولېږي چې په خبره يې، دا وېروس په دغه هېواد کې "تل پاتې" کړي.
هغه په یوه بله فرضیه کې وویل چې که دغه وېروس په ځانګړي ډول د ایران لپاره جوړ کړای شوی وي نو امریکا به د مرستو په نوم پر خپل تولید کړي وېروس څېړنې وکړي او نيمګړي پاتې مالومات به هم بشپړ کړي.
په یوه څېړنه کې- چې تازه په یوه معتبره علمي مجله نېچر کې خپره شوې- یوه ډله څېړوونکو ویلي، د کورونا نوي ويروس پر ژنيټيکي جوړښت تر څېړنو وروسته ورته جوته شوې چې دا وېروس د سارس په نوم د وېروس په کورنۍ کې له طبیعي تکامل وروسته رامنځ ته شوی.

د عکس سرچینه، Reuters
تر اوسه د چین ضد خپلواکو کارپوهانو په څېړنو او یا په کومه علمي معتبره مجله کې داسې څه نه دي په ډاګه یا خپاره شوي چې وښيي، کوېد ۱۹ وېروس د انسان جوړ کړی وېروس دی.
له دې سره هممهاله د ایران په یوه تلويزوني خپرونه کې دا فرضیه مطرح شوه چې ښايي دغه وېروس د ایرانیانو د وژلو لپاره جوړ کړای شوی وي او په ایټالیا کې يې هم له کبله د مړینې کچه ښايي ځکه ډېره ده چې له ژنيټيکي پلوه ایټالویان له ایرانیانو سره ورته دي.
خو د ایت الله خامنهاي په څېر یو لوړ پوړی ایرانی داسې څرګندونې په عمومي ډول کوي.
ښاغلي خامنهايي وویل، "امریکايي مشرانو په پرله پسې ډول څو ځلې وویل چې چمتو دي، د درملو له پلوه له موږ سره مرسته وکړي. دا ډېره عجیبه خبره ده. لومړی يې خپل چارواکي وايي، چې په دې برخه کې له سخت کمښت سره مخامخ دي."


"دویمه دا چې، تاسې امریکایان د دغه وېروس پر جوړولو تورن یئ. زه نه پوهېږم چې دا تور څومره ریښتونی دی خو چې داسې یو تور شته نو کوم هوښيار په تاسې باور کوي؟"
د ایت الله خامنهاي دغه خبرې د کورونا په اړه د هغه د تلويزوني وینا په یوه برخه کې وې.
د ایران دغه مذهبي مشر په وروستیو اوونیو کې خپلې عمومي غونډې لغوه کړې او ان حسن روحاني هم د نوروز د مبارکۍ لپاره وره نغی او یوازې پر ټلیفون يې خبرې ورسره کړې دي.
د خامنهاي وروستۍ عمومي ناسته له یوه ډله مداحانو یا ستایوونکو سره وه. په دې غونډه کې د یوه حاضر کس په وینا د نورو وختونو پر خلاف د دغه مشر ساتوونکو مداحان پرېنښودل چې د هغه لاس ښکل کړي.
دا جلسه په داسې ورځ وه چې تر هغې درې ورځې مخکې پورې ایراني چارواکو دا خبرې دروغ ګڼلې چې ګواکې په دغه هېواد کې دې څوک پر کورونا وېروس اخته شوي وي.










