افغانستان کې د کورونا وېروس له کبله لومړۍ مړینه تائید شوه

د عکس سرچینه، Ministry of Public Health
په افغانستان کې د کورونا وېروس له کبله د لومړنۍ مړینې خبر ورکړل شوی. د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي مړ شوی کس د بلخ ولایت اوسیدونکی او څلوېښت کلن و.
یاد وزارت تېره اوونۍ د هغه په وجود کې د کوېډ ۱۹ وېروس تشخیص کړی و او ناروغ کس له هغې مودې راهیسې په روغتون کې بستر و.
د دې کس په اړه نور مالومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي او تر اوسه دا هم نه ده څرګنده چې دی له کوم بل هېواده راستون شوی و او که په افغانستان کې دننه په دې وېروس اخته شوی و.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر یکشنبه کابل کې خبریالانو ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس له ۹۷ اخیستل شویو نمونو لس یې مثبتې دي، چې په دې سره په هېواد کې د ټول ټال مثبتو پېښو شمېر ۳۴ ته رسېدلی دی.
نوموړي وویل، د دوو سفارتونو دوه دیپلوماتان په کورونا وېروس اخته شوي او اوس د تجرید حالت کې دي.

د عکس سرچینه، Ferozuddin Feroz
فېروز الدین فېروز وویل، دغه دیپلوماتان له افغانستانه بهر په هغو هېوادونو کې په کورونا وېروس اخته شوي، چې دا وېروس پکې خپور شوی، خو ده د دغو هېوادونو نومونه یې وانخیستل.
نوموړي وویل: "زموږ په هېواد کې له بده مرغه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۹۷ اخيستل شویو سمپلونو يې لس مثبت دي. درې تازه مثبتې پېښې په هرات کې ثبت شوې دي، دوه په زابل کې، یوه په کندهار، یوه په بلخ، یوه په غزني، دوه په کابل کې مثبتې ثبت شوې دي. په کابل کې دوه د بهرنيو سفارتونو دوه ډپلوماتان دي."
ده وویل، د افغانستان د پارلمان په دوو غړو کې هم د دې وېروس شک شته چې تر سبا به مالومه شي چې هغه مثبت ثابتېږي او که منفي.
د هرات ښار د قرنطين کېدو غوښتنه

دغه افغان چارواکي وويل، د هرات، هلمند، فراه او کندوز له هغو سیمو - چې د طالبانو په واک کې دي- هم دوی ته سمپلونه ور رسېدلي دي.
ده له طالبانو وغوښتل چې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتیا له چارواکو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي فېروز د هرات ښار د قرنطین کېدو غوښتنه وکړه او وویل چې د ورځې ګرځبندیز باید پکې ولګول شي.


د عامې روغتیا وزیر وویل، اوس ځکه پلازمېنه کابل کې بېړنی حالت نه شي اعلانولی، چې په وینا یې، وضعیت تر دې کچې نه دی رسېدلی. خو په خبره يې په دغه ګڼ ميشتې ښار کې لا هم خلک د دوی سپارښتنو ته پام نه کوي چې دا پر دې وېروس د نورو وګړو د اخته کېدو خطر ډېروي.
ښاغلي فېروز همدا راز په کابل کې د ۲۲۰ شکمنو پېښو یادونه وکړه او یو ځل بیا يې له خلکو وغوښتل چې د ګڼې ګوڼې ځایونو ته له تګه ډډه او خپلې روغتیا ته ډېر پام وکړي.
نوموړي وویل، ښايي تر راتلونکو لسو ورځو پورې د کورونا وېروس نورې مثبتې پېښې هم رامنځ ته شي.
ده له خلکو وغوښتل، چې له اړتیا پرته بهر ته راونه وځي او د ګڼې ګوڼې له ځایونو ډډه وکړي. ټینګار یې وکړ چې تر ۶۵ کلنۍ پورته وګړي دې ځکه پخپلو کورونو کې پاتې شي چې پر دې وېروس د اخته کېدو له خطر سره تر نورو ډېر مخ دي.

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، په هرات ولایت کې د کورونا وېروس ۷۰۰ بستریز روغتون، بلخ کې ۲۰۰، ننګرهار کې ۱۰۰، کندهار کې ۲۰۰ او پکتیا کې ۱۰۰ بستریز روغتونونه لري.
فېروز الدین فېروز وویل، نن عالمان راغونډ شوي چې د جمعې لمانځه، د جماعت لمانځه او جوماتونو په اړه فتوا صادره کړي. "زموږ سپارښتنه دا ده چې له ګڼې ګوڼې ډډه وشي."
ده وویل، د تشخیص لپاره "۵۰ زره بستې لرو، چې د نورو د پیدا کولو هڅې روانې دي."










