طالبانو له ایران وغوښتل چې افغان کډوالو ته پام وکړي

افغان طالبانو یوه اعلامیه کې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله د ایران له مشرتابه او خلکو سره همدردي ښودلې او هم یې د دغه هېواد له چارواکو غوښتي چې افغان کډوالو ته پام وکړي.
وسلوالو طالبانو په اعلامیه کې ویلي: اسلامي ورورولي او قرباني د اسلام یو اصل دی او دا ډله هیله منه ده چې افغان کډوال له ایران په زور ونه شړل شي او روغتیا ته یې پاملرنه وشي.
طالبانو له افغان کډوالو هم غوښتي چې پر کورونا د نه اخته کېدو لپاره د ایران قوانینو او لارښوونو ته پام وکړي.
په ټول ایران کې شاوخوا ۱۷ زره کسان په دې وېروس اخته دي او له زرو ډېر کسان یې وار د مخه وژلي دي.
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور وايي، هره ګړۍ نږدې ۵۰ کسان په ایران کې په کورونا اخته کېږي او یو کس ترې مړ کېږي.
په ایران کې د کورونا ویروس خپرېدو پسې هره ورځ په زرګونو افغانان له دغه هېواد ستنېږي.
د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په خبره، په دریو کې دوه کډوال وايي، چې ایران کې د کورونا ویروس له وېرې افغانستان ته ستنېږي.
د مارچ پر ۱۸ افغان طالبانو وویل، که په دې هېواد کې د کرونا وېروس ناورین جدي کیږي نو دوی چمتو دي چې خپل بریدونه لا کم کړي او د دې وېروس د خپرېدو پر ضد مبارزه کې له اړوند بنسټونو سره مرسته وکړي.
طالبان وايي، د دوی تر واک لاندې سیمو کې هم د کورونا وېروس پر ضد تدابیر نیول شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل دوی د کورنا وېروس سره د مبارزې په موخه مرستندویه روغتیايي بنسټونو او ټولنو ته هر ډول زمینې برابروي.
د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد ویلي، په هېواد کې د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه طالبانو ته د سراسري اوربند وړاندیز کوي.
ښاغلي خالد پنجشنبه کابل کې خبریالانو ته وویل، بشپړ اوربند به د دې سبب شي چې دوی د افغانستان په هر ګوټ کې له خپلو خلکو سره د کورونا وېروس په برخه کې مرسته وکړای شي.
خو د اوربند له وړاندیز سره یو ځای ښاغلي خالد دا اعلان هم وکړ چې افغان امنیتي ځواکونه به نور له دفاعي حالته راووځي او د فعالې دفاع حالت ته به ځي.








