کورونا وېروس: خیبرپښتونخوا کې بازارونه او هوټلونه تړل کېږي

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د خوراکي‌ توکو دوکانونه، د تېلو پمپونه،‌ نانوایان او مستري خانې په دې بندیز کې نه راځي او پرانیستي‌ به وي

د خیبر پښتونخوا حکومت په دې ایالت کې د کورونا وېروس د خورېدو مخنیوي‌ لپاره اعلان کړی چې د یکشنبې ورځې سهار له ۹ بجو به په ټول ایالت کې بازارونه، مارکېټونه او هوټلونه تړل کېږي.‌

د ایالتي حکومت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا ځایونه به د دوه ورځو لپاره، یعنی د سې شنبې ورځې د سهار تر ۹ بجو بند وي.

خو خبرپاڼه زیاتو‌ي چې هوټلونه کولای شي د خلکو کورونو ته خواړه ولېږي.

همدا راز د خوراکي‌ توکو دوکانونه، د تېلو پمپونه،‌ نانوایان او مستري خانې په دې بندیز کې نه راځي او پرانیستي‌ به وي.‌

له خیبر پښتونخوا ور هاخوا په پلازمېنه اسلام باد کې هم حکومت د قانون ۱۴۴ ماده پلې کړې، چې له مخې به یې ټول بازارونه او هوټلونه بند وي.‌

په بلوچستان ایالت کې هم ورته اعلان شوی، خو له هغه ځایه رپوټونه وایي‌ چې د حکومت فرمان پلی شوی نه دی او ډېری ځایونه د شنبې پر ورځ پرانیستي وو.‌

کورونا
کورنا

په پنجاب کې هم د دوه ورځو لپاره ټول بازارونه او د سیل ځایونه تړل شوي دي.‌

یاده دې وي‌ چې د خیبر پښتونخوا حکومت وار د مخه په ټوله ایالت کې د تعلیمي‌ ادارد د تړلو اعلان کړی و.‌

د حکومتي‌ شمېرو له مخې په ټول پاکستان تر دې دمه د کورونا وېروس ۷۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي،‌ چې له دې ډلې یې ۲۷ په خیبر پښتونخوا کې دي.‌

د دې وېروس له کبله پاکستان کې لومړۍ مړینه هم په خیبر پښتونخوا کې وه.

د پاکستان سند ایالت کې د دې وېروس تر ټولو ډېرې، یعنی ۳۹۶ پېښې ثبت شوې دي.‌

په پنجاب کې ۱۳۷، بلوچستان کې ۱۰۴، ګلګت بلتستان کې ۵۵، اسلام اباد کې ۱۱ او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شمېرو له مخې ټولټال نژدې ۳۰۰ زره کسان په دې وېروس اخته دي چې وېل کېږي ۹۰ زره خلک ترې روغ شوي دي

د نورې نړۍ حال

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کورونا وېروس له امله له ۱۲ زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د شمېرو له مخې ټولټال نژدې ۳۰۰ زره کسان په دې وېروس اخته دي چې وېل کېږي ۹۰ زره خلک ترې روغ شوي دي.

د دې وېروس له امله تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد ايټاليا دی چې یوازې تېرو څلوروېشتو ساعتونو کې نژدې ۸۰۰ کسان په کې مړه شوي له دې سره په ايټاليا کې د ټولو مړینو شمېر ۴۸۲۵ ته ختلی دی.

د بريتانیا د روغتیا ملي اداره وايي، په دې هېواد کې د کورونا وېروس له امله ټول ۲۲۰ کسان مړه شوي چې عمرونه یې له ۴۱ تر ۹۴ کلونو پورې و او له پخوا یې روغتيایي ستونزې لرلې.

کورونا

د عکس سرچینه، Ministry of Public Health of Afghanistan

د عکس تشریح، د شمېرو له مخې ۲۴ کسان افغانستان کې پر کورونا وېروس اخته دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس کومه مثبته پېښه په دې هېواد کې نه ثبت شوې.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي تر دې مهاله په افغانستان کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۲۴ ته ورسېد.

له ايټاليا او چين وروسته دغه وېروس ايران ډېر ځپلی دی، د دغه هېواد د روغتيا چارواکي وايي په ايران کې ۲۰ زره کسان کورونا وېروس لري او ټولټال ۱۵۵۶ کسان ترې مړه شوي‌، چې يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په امريکا کې ۲۰ زره کسان په دې وېروس اخته دي او ۲۰۰ کسانو ترې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.