کورونا وېروس: افغانستان کې د دولتي ادراو ناستې به د انټرنېټ له لارې ترسره کېږي

رئیس جمهور افغانستان بسیاری از جلسات با نهادهای دولتی را از طریق ویدئو کنفرانس انجام می‌دهد

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، افغان ولسمشر اشرف غني هم ډېری دولتي جلسې د ويديو له لارې ترسره کوي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه به له دې وروسته د دولتي ادارو ټولې ناستې د انټرنېټ په مټ له لېرې تر سره کېږي.

د لوړو زدکړو وزارت هم پرېکړه کړې چې په دولتي او خصوصي پوهنیزو بنسټونو کې به زده کړې، پوهنتون ته له راتګ پرته د انټرنېټ په مټ پیل شي.

په افغانستان کې د کورونا وېروس خپرېدو په اړه د هرې ورځې په تېرېدو اندېښنې مخ په ډېرېدو دي، خو ورسره حکومت بیا وايي چې د مخنیوي لپاره یې هم خپل چمتووالی نیول شوی.

کورونا
کورنا

د سکټورونو کمېټه چې په دې وروستیو کې جوړه شوې، د پاخه عمر دولتي کارکوونکو غوښتي چې له خپلو کورونو کار وکړي. دې کمېته دا وړاندیز هم کړی چې کاري ورځې دریو ساعتونو ته را کمې شي هغه وړاندیز چې لا نه دی منل شوی.

انټرنېټ

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د لوړو زده کړو وزارت وايي، ښوونکو او زدکړیالانو تر منځ ښوونیزو ناستو لپاره به د بېلابېلو انټرنېټي اپلکیشنونو، لکه واټس اپ، سکایپ او مسنجر څخه کار واخیستل شي

د دې تر څنګ هغه مامورین هم چې ادارو ته راځي له نویو لارښونو سره مخ دي په ټولو ادارو کې مخامخ جلسې بندې شوې او حکومت پتیلې چې د حضوري جلسو پر ځای د انټرنېټ له لارې غونډې تنظیم کړي تر څو د څنګ په څنګ کېښناستو ډډه وشي.

د مخابراتو وزارت ویاند سیدحامد منصور وايي د دغې چارې ترسره کولو لپاره، ځانګړي اپليکېشنونه کارول کېږي.

ښاغلي منصور وايي، هڅه کېږي چې د افغان وزیرانو د شورا ناستې هم له لرې ترسره شي.

د مخابراتو وزارت که څه هم د چارو پر مخ وړلو لپاره دا اړین ګام بولي خو وايي د دغو ناستو خونديتوب لپاره، خوندي اپلیکېشنونو ته اړتیا ده، چې لا نه دي پېرل شوي.

کورونا

د عکس سرچینه، Ministry of Public Health of Afghanistan

د عکس تشریح، د شمېرو له مخې ۲۴ کسان افغانستان کې پر کورونا وېروس اخته دي

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت یوه مطبوعاتي چارواکي حنیف فرزان په وینا دا پروګرام د ډېرو دولتي او نا دولتي پوهنتونونو استادانو او زدکړیالانو سره په همغږي، جوړ شوی.

د هغه په خبره چې د ښوونکو او زدکړیالانو تر منځ ښوونیزو ناستو لپاره به د بېلابېلو انټرنېټي اپلکیشنونو، لکه واټس اپ، سکایپ او مسنجر څخه کار واخیستل شي.

خو د کابل پوهنتون ځینو استادانو، له بي بي سي سره خبرو کې حکومت په دې کار کې سره له اوسه ناکام وباله د دوی په وینا دوی ته تر اوسه د داسې پروګرام په اړه څه نه دي ویل شوي او نه يي هم محصلین د اړتیا وړ داسې انټرنېټ ته لاسرسی لري چې ورته په کورنو کې درس ورکړي.

په سړو سیمو کې هر کال پوهنتونونه او ښوونځي د وري میاشتې په درېیمه پیلېږي، خو د کورونا وېروس خپرېدو مخنیوي لپاره به دغه بهیر په یوه میاشت ځنډ پیل شی.

د دې بندیز تر څنګ حکومت له خلکو غوښتي چې د کورونا وېروس خپرېدو مخنیوي لپاره په غونډو، د ګڼې ګوڼې په محفلونو او په ځانګړې توګه په تړلو ځایونو کې دې له راټولېدو ډډه وکړي.