د کورونا وېروس له امله زرګونه افغانان په نورو هېوادونو کې بند پاتې دي

د عکس سرچینه، AFP
- Author, محمد ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي
زرګونه افغانان چې د بېلا بېلو موخو لپاره له افغانستانه بهر تللي، اوس د کورونا وېروس له وېرې بېرته خپل هېواد ته نشي ستنېدلی. د تګ راتګ ځمکنۍ او هوايي لارې تر ډېره تړل شوې دي.
د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د کورونا وېروس د خپرېدو له امله حکومتونو له نورو هېوادونو سره د تګ راتګ ځمکنۍ او هوایي لارې تړلي دي. د افغانستان ځينو ګاونډيو هېوادونو هم د کورونا وېروس له وېرې له دغه هېواد سره د اوښتو ـ راوښتو لارې بندې کړې دي.
د لارو د تړلو پرېکړې په ډېری هېوادونو کې ناڅاپي وې او له دې امله د پاکستان او هندوستان په ګډون په ځينو نورو هېوادونو کې زرګونه افغانان بند پاتې شول. یوه اوونۍ وړاندې د ډیلي او کابل تر منځ پروازونه هم بند شول چې په ځانګړي ډول هند ته د درملنې لپاره تللي ناروغان يې له سرخوږي سره مخ کړل.
مریم هم ډيلي ته تللې وه خو کابل ته پخپل زړه بېرته نشي ګرځېدلی. دا وايي، "د مارچ په دوولسمه راغلې یم، غوښتل مې د مارچ په دوه ویشتمه بېرته کابل ته لاړه شم. خو له بده مرغه د کورونا وېروس له امله ونه توانېدم چې پرواز وکړو او الوتنې د کورونا وېروس له امله لغوه شوي دي. دلته حالت داسې دی چې په هوټلونو کې اوسېدلو باندې زیات لګښت راځي او له بده مرغه د لوړو بیو له امله دلته نشو اوسېدلی".


که څه هم تر تېرې ورځې د شارجې له لارې له هنده افغان مسافر کابل ته تللی شول، خو اوس دا لار هم تړل شوې ده.
په هند کې د افغان سفارت چارسمبالی طاهر قادري وايي چې دا ستونزه یوازې د افغان مسافرو لپاره نه ده.
ښاغلي قادري وویل چې د ستونزې د حل په موخه هند د یوې بلې میاشتې لپاره د وېزو وخت اضافه کړی او په وینا یې هڅه کوي بدیلې لارې پیدا کړي.
پاکستان کې هم افغان ناروغان بند پاتې دي:
پاکستان ته په درملنې پسې د تللیو افغانانو حال هم لکه په هند کې د بند پاتې هغو غوندې دی.
دغه هېواد ته ډېری افغانان د سپین بولدک او تورخم له لارې ځي، خو اوس دواړه لارې پاکستاني چارواکو د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړلې دي.

د عکس سرچینه، EPA
خالد نومی ځوان له خپل ناروغ پلار سره پاکستان ته تللی و خو اوس هلته ایسار پاتې دی. دی وايي، "پلار مې ناروغ و او روغتون ته راغلي وو. پلار ته مې یې شعاع ورکړې وه او اوس یې کار خلاص دی. موږ په تمه یوو چې د تورخم لاره خلاصه شي او کابل ته لاړ شو. کوم لګښت چې په موږ اوس راځي دا ټول اضافه دی. پیسې هم راخلاصې شوې دي. له دولت غواړو چې زموږ ستونزه حل کړي".
د افغانستان په ختیځ کې پر ډيورېنډ کرښه د تورخم لاره د تېرې اوونۍ له دوشنبې (۲۶ کب/ مارچ ۱۶) راپدې خوا تړل شوې ده.
یوه ورځ وړاندې د پاکستان لومړي وزیر پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړ چې بار وړونکو موټرو ته یې د چمن - سپین بولدک له لارې د تګ اجازه ورکړې.
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ کمیسار شریف غرزي بي بي سي ته وویل چې نن (۲ وري / مارچ ۲۱) یوازې د پاکستان لخوا ګاډو ته کندهار ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې او دا لاره د خلکو د تګ راتګ لپاره نه ده خلاصه شوې.
دی وايي، "سهار اته بجې او پنځلس دقیقې د پاکستان لخوا ۴۰ بارموټر دېخوا راواوښتل خو له دې خوا ګاډو ته اجازه نه ورکول کېږي چې هاخوا واوړي. که څه هم له موږ سره یې ژمنه کړې وه چې له دې خوا به هم ځینې موټرونه ورپرېږدي خو دوی پخپله ژمنه ونه درېدل. پلیو خلکو ته نه له دېخوا او نه له هغه لوري اجازه ورکول کېږي چې لاړ او راشي."

د عکس سرچینه، Ministry of Public Health of Afghanistan
خو د افغانستان د لویدیځ وضعیت چې له ایران سره او شمال چې د مرکزي اسیا له هېوادونو سره پوله لري، بدل دی. اوس هم له ایران څخه هره ورځ له اوو تر ۱۴ زرو افغانان د اسلام قلعه له بندره افغانستان ته را اوړي.
ازبکستان هم هغو افغانانو ته چې د وېزې وخت یې ختم شوی اجازه ورکوي چې له پولې واوړي، خو د منځنۍ اسیا هېوادنه د کرونا وېروس د خپرېدو له وېرې افغان مسافرو ته هلته د ورتګ اجازه نه ورکوي.
په افغانستان کې دننه بیا له خلکو غوښتل شوي چې د ګڼې ګوڼې ځایونو ته له ورتګه ډډه وکړي او خپلې پاکۍ او روغتیا ته پام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د کورونا ويروس د خپرېدو له وېرې افغانستان له ځينو هېوادونو سره دوه اړخيزې الوتنې ودرولې. په دغو هېوادونو کې د چین، تاجکستان، ازبکستان، سعودي عربستان په ګډون هند هم شامل دی او له ایران سره پروازونه "۹۰ سلنه" کم شوي دي.











