لېوال: ایران په کورونا وېروس د اخته افغانانو شمېر نه راکوي

.

د عکس سرچینه، @afghanistanInIR

د عکس تشریح، په تهران کې افغان سفیر وايي، "څو ځله مو له ایرانه د افغانانو د ایستلو په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړې او ځینې رسمي یادښتونه استول شوي دي".‌

په ایران کې افغان سفیر عبد الغفور لېوال بي بي سي ته ویلي "که څه هم له اړوندو سرچینو مو په مکرر ډول مالومات غوښتي"، خو ایراني چارواکو په دې هېواد کې په کورونا وېروس د اخته افغانانو دقیق یا اټکلي شمېر نه دی راکړی.

ښاغلی لېوال وايي، په ایران کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو افغانانو هغه شمېر هم لا تایید شوی نه دی دی چې په ځینو رسنیو کې خپور شوی دی.‌

په تهران کې د افغانستان سفیر وویل، په خواله رسنیو کې د ایران په روغتونونو کې د افغان ناروغانو نه منلو مسله یې له ایراني چارواکو سره شریکه کړې ده.

ښاغلی لېوال وايي، ایران ډاډ ورکړی چې په ایران کې په کورونا وېروس د اخته کسانو ازموینه کې د مور او مېرې چلند نه کوي.

له ایرانه د افغانانو د وتلو څپې

کورونا
کورنا

په تهران کې افغان سفیر وايي، "څو ځله مو له ایرانه د افغانانو د ایستلو په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړې او ځینې رسمي یادښتونه استول شوي دي".‌

ایراني چارواکو ویلي، د افغانانو ایستل یې ځکه ‌پیل کړي، چې په دې هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو د ساتلو لپاره کافي کمپونه نه لري او په افغانانو کې د کورونا وېروس د خپرېدو وېره ډېره ده.

ځینې افغانانو پخپله خوښه افغانستان ته ستنېږي.

.
د عکس تشریح، د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، هره ورځ تر ۱۵ زرو افغانان له ایرانه افغانستان ته ستنېږي.

د تهران ښاروال اعلان کړی چې سر له یکشنبې ورځې به هلته له ځنځیره يي پلورنځیو او درملتونونو پرته ټول کاروباري ځایونه تړل کېږي.

د رسمي شمېرو له مخې، په ایران کې په کورونا وېروس ۲۰۶۱۰ کسان اخته شوي چې ۷۶۳۵ بېرته رغېدلي او ۱۵۵۶ کسان مړه شوي دي.

په نړیواله کچه په کورونا وېروس تر اوسه ۲۷۵۸‍۱۷ اخته شوي او د مړو شویو شمېر ۱۱۴۰۵ ته رسېدلی دی.

یوازې په اسپانیا کې دغه وېروس تر اوسه ۱۳۲۶ کسان وژلي.

د ویډیو تشریح، کورونا وېروس: څنګه پوه شم چې زه یې لرم؟