تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لېوال: ایران په کورونا وېروس د اخته افغانانو شمېر نه راکوي
په ایران کې افغان سفیر عبد الغفور لېوال بي بي سي ته ویلي "که څه هم له اړوندو سرچینو مو په مکرر ډول مالومات غوښتي"، خو ایراني چارواکو په دې هېواد کې په کورونا وېروس د اخته افغانانو دقیق یا اټکلي شمېر نه دی راکړی.
ښاغلی لېوال وايي، په ایران کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو افغانانو هغه شمېر هم لا تایید شوی نه دی دی چې په ځینو رسنیو کې خپور شوی دی.
په تهران کې د افغانستان سفیر وویل، په خواله رسنیو کې د ایران په روغتونونو کې د افغان ناروغانو نه منلو مسله یې له ایراني چارواکو سره شریکه کړې ده.
ښاغلی لېوال وايي، ایران ډاډ ورکړی چې په ایران کې په کورونا وېروس د اخته کسانو ازموینه کې د مور او مېرې چلند نه کوي.
له ایرانه د افغانانو د وتلو څپې
په تهران کې افغان سفیر وايي، "څو ځله مو له ایرانه د افغانانو د ایستلو په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړې او ځینې رسمي یادښتونه استول شوي دي".
ایراني چارواکو ویلي، د افغانانو ایستل یې ځکه پیل کړي، چې په دې هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو د ساتلو لپاره کافي کمپونه نه لري او په افغانانو کې د کورونا وېروس د خپرېدو وېره ډېره ده.
ځینې افغانانو پخپله خوښه افغانستان ته ستنېږي.
د تهران ښاروال اعلان کړی چې سر له یکشنبې ورځې به هلته له ځنځیره يي پلورنځیو او درملتونونو پرته ټول کاروباري ځایونه تړل کېږي.
د رسمي شمېرو له مخې، په ایران کې په کورونا وېروس ۲۰۶۱۰ کسان اخته شوي چې ۷۶۳۵ بېرته رغېدلي او ۱۵۵۶ کسان مړه شوي دي.
په نړیواله کچه په کورونا وېروس تر اوسه ۲۷۵۸۱۷ اخته شوي او د مړو شویو شمېر ۱۱۴۰۵ ته رسېدلی دی.
یوازې په اسپانیا کې دغه وېروس تر اوسه ۱۳۲۶ کسان وژلي.