کورونا وېروس: ایران د افغانانو او پاکستانیانو پر ورتګ بندیز ولګاوه

د عکس سرچینه، Reuters
د ایلنا خبري اژانس په یوه رپوټ کې له کورونا وېروس سره د مبارزې ایرانۍ ملي کمېټې د عمومي منشي حسین قاسمي له قوله ویل شوي، چې دغه هېواد ته د افغانانو او پاکستانیانو پر ورتګ بندیز لګول شوی دی.
چارواکو د دغه بندیز لامل په افغانستان او پاکستان کې د کورونا وېروس وبا خپرېدل بللي او په وینا یې دې سره د ایران ستونزې ډېرېدای شي.
خو ښاغلي قاسمي داسې څه نه دي ویلي، چې ایران د دې هېوادونو د وګړو له کبله له څه ډول ستونزو سره مخامېدای شي او یا دا چې دې هېوادونو کې وبا تر څومره بریده خپره شوې ده.
حسین قاسمي وايي، د مارچ له نیمايي راهیسې پر پولو څار ډېر شوی او په اوسني حالت کې تړلي ساتل کېږي.
د افغانستان ملي امنیت شورا د تېرې فبرورۍ په وروستیو کې وویل، چې له ایرانه افغانستان ته د کورونا وېروس د راتلو د مخنیوي لپاره یې په موقتي ډول له دې هېواد سره خپله پوله تړلې او هېڅ ډول هوایي او یا هم ځمکنی تګ راتګ به نه کېږي.
د ملي امنیت په یوه اعلامیه کې ویل شوي و چې د احتیاطي تدابیرو له مخې یې له ایران او پاکستانه د کوچنیو چرګانو او هګیو واردان هم بند کړي دي.
هغه مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته هم سپارښتنه شوې وه چې په ایران کې قنسولي خدمات کم کړي او له هغه هېواده وغواړي چې د افغانانو د ایستلو او افغانستان ته د بېرته را لېږلو لړۍ ودروي.

پاکستان د مارچ میاشتې په لومړیو کې په جنوب لوېدیځ کې له ایران سره پر پوله په تفتان سیمه کې شاوخوا درې زره هغه زیارت کوونکي قرنطین کړي وو، چې له ایرانه خپلو کورونو ته پر لاره وو.
وروسته په پاکستان کې یو شمېر هغو کسانو کې د کورونا وېروس تشخیص شو، چې ایران ته یې سفر کړی و.
ایران دا پرېکړه داسې مهال کړې، چې له دغه هېواده افغانستان او پاکستان ته ستون شویو کسانو کې د کورونا وېروس ناروغي تشخیص شوې ده.
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ایران کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۹۴۹۴ کسانو ته رسېدلی دی او د دې ناروغۍ له کبله په ایران کې تر اوسه ۴۹۵۸ کسان مړه شوي دي.








