هندو ډله د کورونا د وقايې لپاره د غوا میتیازې څښي

تېره اونۍ په هند کې د واکمن ګوند یوه غړي د کورونا وېروس په درملنه کې د غوا د میتیازو او خوشایو کارولو وړاندیز کړی و.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، تېره اونۍ په هند کې د واکمن ګوند یوه غړي د کورونا وېروس په درملنه کې د غوا د میتیازو او خوشایو کارولو وړاندیز کړی و.

د هند پلازمېنه ډیلي کې ځینو هندو فعالانو له کورونا وېروس د وقایې لپاره د غوا د میتیازو څښلو مراسم جوړ کړي دي. په دې مذهبي دود کې د "هندو اور" په نامه ډلې په خټینو لوښو کې د کورونا وېروس د وقایې پخاطر د غوا د میتیازو څښلو مراسم جوړ کړي.

د هندوانو شمېر کابو یو میلیارد او درې سیوه میلیونه وګړو ته رسېږي، چې ډېری یې غوا سپېڅلې بولي.

په وروستیو کلونو کې ځینې پر دې اند دي چې د غوا میتیازې د ناروغیو بریالۍ درملنه ده، خو نور بیا له دې کار کرکه کوي.

په یادو مراسمو کې د هري شنکر په نامه یوه ګډونوال د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "څوک چې د غوا میتیازې وڅښي، سالم پاتېږي او په مرض نه اخته کېږي". شنکر وايي په دې مراسمو کې یې پر خلکو د میتیازو لوښکي وېشل.

پوهان وايي تر اوسه د کورونا د مخنیوي لپاره درمل یا واکسین نه دی جوړ شوی. دغه وېروس تر اوسه څه باندې ۵۴۰۰ کسان وژلي او کابو ۱۵۰ زره کسان په شپږو لویو وچو کې پرې اخته شوي دي.

په هند کې په کورونا وېروس دوه اخته کسان مړه شوي او تر اته ډېر نور پرې اخته شوي دي.

کورونا
کورونا

چارواکو هند ته د لارو بندولو امر کړی او دغه هېواد ته د نورو هېوادونو وګړو ته یې د وېزو ورکول بند کړي دي.

د غوا د میتیازو څښلو مراسمو کې ګډونوالو زعفراني رنګه ځانګړې جامې اغوستې وې او د هندوانو ترانې یې زمزمه کولې.

مخکې له دې چې ګډونوال خولې ته د غوا میتیازې واچوي، ددې ډلې مشر شکرباني مهراجا نارې کړې: "دلته راغونډ شوي چې ټوله نړۍ کې ارامي راشي او د غوا میتیازې کورونا ته وړاندې کړو چې ارام شي".

لومړی دغه هندو ډله د غوا میتیازې د شیطان په څېره کې یوې مجسمې ته وړاندې کوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لومړی دغه هندو ډله د غوا میتیازې د شیطان په څېره کې یوې مجسمې ته وړاندې کوي

وروسته مهراجا د بولو لوښی یوې کارتوني مجسمې ته، چې د شیطان په څېره کې جوړه شوې، وړاندې کوي.

مهراجا وايي څاروي مه وژنئ او غوښې یې مه خورئ.

دغه هندو ډله پر دې اند ده چې ګنې د غوا میتیازې طبي ځانګړتیاوې لري او ان د سرطان ناروغۍ د درملنې لامل کېدای شي.

تېره اونۍ په هند کې د واکمن ګوند یوه غړي د کورونا وېروس په درملنه کې د غوا د میتیازو او خوشایو کارولو وړاندیز کړی و.