کورونا؛ "د افغان سولې بهیر لا پېچلی کړی"

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغان چارو امریکايي کارپوه بارنټ روبین وايي، د کورونا ویروس خپرېدو د افغان سولې هڅې لا پېچلې کړې دي.
ښاغلی روبین د "څنګه افغان سولې بهیر کې د کورونا ویروس لاسوهنه ودروو" په نوم لیکنه کړې ده.
نوموړی دې لیکنه کې واشنګټن کې د مسوولانه حکومتولۍ لپاره انسټیو کوېنسي په نوم د یوې څېړنیزې موسسې له خولې زیاتوي:"د افغانانو خپلمنځي خبرې لکه چې د طالبانو او امریکا تړون کې ټاکل شوې دي، په نږدې را تلونکې کې ناشونې ښکاري".
د هغه په خبره، لګول شویو محدودیتونو ته په پام لا هم مالومه نه ده چې قطر د دې خبرو کوربتوب او منلو ته چمتو دی که نه:
"ان په ناروې کې چې د افغانانو خپلمنځي خبرو د کوربه هېواد په نوم یادېږي د کورونا له امله پکې عمومي ناستې منع شوې دي".
د بارنټ روبین په خبره، د کورنا وبا د جګړې پای ته رسولو اهمیت ډېر کړی دی:
"ځکه ټول هغه کسان چې پر ښکېلو خواوو نفوذ لري باید د سملاسي اوربند، د پولې څارلو، بندیانو خوشي کولو، د وسلوالو ځواکونو رخصتولو، د کورونا معاینو د زیاتولو او د روغتیاپالو د تګ راتګ د ازادۍ غوښتنه وکړي".
نوموړی دا هم وړاندیزوي چې د مخامخ لیدنو د امکان برابرېدو تر وخت پورې د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د ویډیو کانفرنس په څېر له پرمختللې ټیکنالوجۍ کار واخیستل شي.
دا په داسې مهال ده چې تېره پنجشنه افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر تلین غونډه وځنډوله.
افغانستان کې د کورونا نیولیو کسانو شمېر لسو ته ورسېد

له بلې خوا د افغانستان روغتیا وزارت د شنبې په ورځ وویل، چې دغه هېواد کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر لسو ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت ویاند وحید مایار وايي، درې نوې پېښې په کاپیسا، بلخ او سمنګان کې درج شوې دي.
د نوموړي په خبره، تراوسه افغانستان کې ۱۸۱ پېښې په لیبارټري کې معاینه شوې چې لس مثبتې او د دایکندي، پروان او پکتیا ولایتونو په ګډون ۱۷۱ نورې پېښې منفي وې.
ښاغلی مایار زیاتوي، چې ۵۲ نورې شکمنې پېښې هم لیبارټري کې معاینه کېږي.
افغانستان کې اول ځل کورونا په هرات ولایت کې تشخیص شوه، چې له ایران سره پر پوله پروت دی او د ایراني چارواکو په خبره، هلته تر لس زرو ډېر کسان کورونا نیولي او تر ۴۲۹ یې وژلي دي.
که څه هم لومړیو کې افغان چارواکو له ایران سره پوله وتړله، خو بیا یې له پولې پورې غاړه د ستنېدونکو افغانانو لپاره پرانیسته.
د پنجشنبې په ورځ د کډوالو چارو وزیر بي بي سي ته وویل، چې دې وروستیو کې هره ورځ له اوو تر لس زرو افغانان له ایران ستنېږي.









