افغان سوله: مایک پومپیو وایي پر هېڅ شي باور نه شي کېدلی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له افغان طالبانو سره د امریکا د خپلمنځي هوکړې په تړاو ویلي، دا هوکړه پر عملي ګامونو ولاړه ده او دې لړ کې پر هېڅ شي باور نه شي کېدلی. ښاغلي پمپيو د طالب زندانيانو د خوشي کولو په تړاو ويلي، د باور جوړونې لپاره له ټولو اړخونو سره ګډ کار کوي.
ښاغلي پامپيو د سي بي اېس له ټلويزيوني شبکې سره خبرو کې په همدې تړاو وويل، ډېر خلک به د رسنيو د پام اړونې له پاره يو لړ خبرې کوي .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې تازه له دوحې ستون شوی، له عمده پوښتنو سره مخ و، چې په هغه کې پر طالبانو د باور کولو، د بندیانو خوشې کولو او د لاسلیک شوي هوکړه لیک په اړه د امریکا د پارلمان غړو ته د وضاحت ورکړه وه.
د سي بي اېس ټلویزیون نطاقې مارګرېت برینا چې کله د ولسمشر محمد اشرف غني پرونیو څرګندونو په اړه ښاغلي پمپیو وپوښت چې د طالب بندیانو خوشي کولو باندې هوکړه نه ده شوې، ایا امریکا موافقه کړې چې د ۵۰۰۰ بندیانو خوشي کولو کې به مرسته کوي.
هغه وویل:"تاسې ولیدل چې په سند کې څه لیکلي وو، ویل شوي چې موږ به له ټولو ښکېلو خواوو سره کار کوو چې اعتماد سازي وکړو، افغان حکومت، غیر طالبان خلک او موږ غواړو چې په دې کې ټول وي، موږ غواړو چې ښځې په کې ښکېلې وي. ډېر خلک به وي چې یو څه به وایي، ډېر شور او زوږ به وي چې په رسنیو کې له یوه بل سره د رقابت له پاره ځان ته د خلکو پام ور واړوي، څه چې مهم دي زموږ کار دی."
ښاغلي پمپیو زیاته کړه چې اوږده لار وهل شوې ده، او په کابل کې صادرې شوې اعلامیه کې " افغان حکومت له خوا هم ژمنه وشوه. هېڅوک داسې ګومان نه کوي چې دا دې آسان کار وي. موږ د دې لپاره چې امریکايي سرتېري کور ته ستانه کړو زمینه برابره کړې او په افغانستان کې مو د امریکایانو د ژوند له لاسه ورکولو خطر کم کړی."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هيله وښودله چې داسې شرایط یې برابر کړي وي چې "افغانان د څلوېښت کلنې جګړې له پاره حل لار موندلې وي."
پرون ولسمشر غني په یوه خبري ناسته کې وویل، چې امریکا یوازې د طالب بندیانو د خوشي کولو د آسانچارۍ ژمنه کړې او په هوکړه کې دا خبره نشته.
ولسمشر غني وویل، د طالب بندیانو د خوشي کېدو په اړه "باید افغان ولس باوري وي، هغه چې خوشي کېږي، د ملت پر وړاندې به نه درېږي او وسلې ته به مراجعه نه کوي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اصلي ټینګار هم له طالبانو سره د هوکړې په رڼا کې عمل کول وو، په تېره بیا د طالبانو له خوا چې د تاوتریخوالي کمولو په ګډون خپلې کړې ژمنې ترسره کړي.

د عکس سرچینه، AFP
د دې پوښتنې په ځواب کې چې پخوا خو یې طالبان ترهګر بللي وو، ښاغلي پمپیو وویل د ډېرو امریکایانو په وینو یې لاسونه لړلي دي.
ښاغلي پمپیو له طالبانو سره د شوې هوکړې د پټو ضمیمو په اړه وویل، د سند عامه برخه خپره شوې خو د دوو تطبیقي عنصرونو په نامه یې د یو څه یادونه وکړه چې وايي، سري پوځي اسناد دي چې د امریکايي سرتېرو د خونديتابه له پاره مهم دي خو د امریکا د کانګریس غړي یې لیدلی شي .










