پمپیو غني او عبدالله ته د سولې په خبرو کې د "پام وړ پرمختګ" خبر ورکړی

غني، عبدالله او پمپیو

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د افغانستان اجراییه ریاست له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، ښاغلي پمپیو اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره هم پر همدې موضوع ټیلیفوني خبرې کړې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ورته په یوه ټیلیفوني اړیکه کې له طالبانو سره د سولې خبرو کې د 'پام وړ ' پرمختګ خبر ورکړی.

افغان ولسمشر په دې تړاو د ټویټر یوه لړۍ پیغامونو کې ویلي '' خوښ یم چې ښاغلي پمپیو نن ټيلیفون راته وکړ او له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې یې د پام وړ پرمختګ خبر راکړ. وزیر پمپیو راته په تاو تریخوالي کې د پام وړ او تلپاتې کموالي راوستلو په تړاو د طالبانو د وړاندیز په هکله معلومات راکړل. ''

ښاغلی غني زیاتوي ''دا د ستاینې وړ پرمختګ دی او زه خوښ یم چې د سولې په هکله تر اوسه زموږ له اصولي دریځه د ګټورو پایلو راوتل پیل شوي دي. زموږ لومړنی هدف دا دی چې بې معنا وینه تویېدنه پای ته ورسېږي. ''

نوموړی زیاتوي ''د دې لپاره ټول افغانان په یوه خوله راسره ملګرتیا کوي او زه دوی ته ډاډ ورکوم چې د دوی مشران داسې جرأت، وړتیا او اړین وسایل لري چې دغه هدف ته ورسېږي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

بل لور ته د افغانستان اجراییه ریاست له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، ښاغلي پمپیو اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره هم پر همدې موضوع ټیلیفوني خبرې کړې دي.

اعلامیه زیاتوي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې دغه پرمختګ به د دوه اړخیزې هوکړې، بین الافغاني خبرو پیل او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره زمینه برابره کړي.

له دې مخکې د ناټو سازمان عمومي منشي یان ستولتنبرګ چې د ناټو دفاع وزیرانو له غونډې یوه ورځ وړاندې یې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې، هیله وښودله چې د افغان سولې په چاره کې " ژر تر ژره پرمختګ ولیدل شي" او د ده په وینا د همدې موخې لپاره د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ سلا مشورې روانې دي.

یان ستولتنبرګ وویل، د همدې حل لارې موندلو لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ کوي ځکه په وینا یې:

"موږ فکر کوو او په دې قانع شوي یو چې د ناټو لپاره سولې ته د شرایطو برابرولو غوره لار د افغان ځواکونو ملاتړ، روزنه او مشوره ور کول دي، دوی ترهګرو ته، طالبانو ته دا پيغام رسولی شي چې په جګړه کې ګټه نه شي کولی او په کارده چې د سولې خبرې وکړي "

د ناټو عمومي منشي له نظره د پيغام بله برخه داده چې طالبان "واقعي جوړجاړی وکړي، تاوتریخوالی را کم کړي او د تل پاتې سولې په موخه افغان خپلمنځي خبرو کې برخه واخلي."

یان ستولتنبرګ

د عکس سرچینه، @NATOscr

د عکس تشریح، د ناټو سازمان عمومي منشي یان ستولتنبرګ هیله وښوده چې د افغان سولې په چاره کې " ژر تر ژره پرمختګ ولیدل شي"

ښاغلي ستولتنبرګ زیاته کړه چې په راتلونکو دوه ورځو کې به د غړو هېوادونو استازي د افغان سولې وروستیو پرمختګونو په اړه سلا مشورې وکړي.

په ورته وخت کې، په قطر کې د افغان طالبانو سیاسي دفتر مشرانو په دې وروستیو کې ایران ته سفرونه کړي دي او هلته یې د دې هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړي.

له دې مخکې تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل، چې د سولې تړون تر لاسلیک وړاندې باید طالبان د تاوتریخوالي د کمولو ژمنتیا او وړتیا وښيي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې خبري غونډې ته ویلي و، له طالبانو غواړي چې د تاوتریخوالي کمولو کې د خپلې ارادې او وړتیا "روښانه نښې" وښيي:

"دې سره به د افغانانو خپلمنځي خبرې نسبتاً لږ تاوتریخوالي کې وشي. هیله ده دغه پړاو ته ورسېږو، که څه هم لا رسېدلي نه یو".

طالبانو په ځواب کې وویل، چې امریکا په خپل دریځ ولاړه نه ده.

سهیل شاهین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي و، د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو استازو د کوربه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د سولې خبرو پر پایلو او راتلونکو ګامونو غږېدلي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو دې څرګندونو ته په غبرګون کې وویل:

"د مذاکراتو بهیر د ټرمپ ټویټ، د امریکا متعددو غوښتنو، په امریکا او کابل کې د چارواکو اختلاف ټکنی کړی. ښاغلی پمپیو دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه را اچوي، زموږ موقف اصولي او متحد دی، دریځ مو د مقابل لوري په شان متزلزل نه دی."

په ورته مهال د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي و، د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو استازو د کوربه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د سولې خبرو پر پایلو او راتلونکو ګامونو غږېدلي دي.

ښاغلی شاهین خپل ټويټر کې زیاتوي، د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر په مشرۍ پلاوي له امریکايي او قطري چارواکو سره د سولې بهیر د راتلونکو ګامونو په هکله پر هغه څه غږېدلی چې نوموړي مهم موضوعات بللي دي.