شاهین: طالب او امریکايي استازي قطر کې پر مهمو موضوعاتو غږېدلي

زلمی

د عکس سرچینه، Getty Images

افغان طالبان وايي، د قطر پلازمېنه دوحه کې د دې ډلې استازو د کوربه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره تېر ماښام ولیدل.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دواړه لوري د سولې خبرو پر پایلو او راتلونکو ګامونو غږېدلي.

ښاغلی شاهین خپل ټوېټر کې زیاتوي، د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر په مشرۍ پلاوي له امریکايي او قطري چارواکو سره د سولې بهیر د راتلونکو ګامونو په هکله پر هغه څه غږېدلی چې نوموړي مهم موضوعات بللي دي.

دا پرمختیا په داسې مهال ده چې تېره اونۍ د اوربند د مسلې په هکله د طالبانو او امریکا ترمنځ ناندرۍ را پورته شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، چې د سولې تړون تر لاسلیک وړاندې باید طالبان د تاوتریخوالي د کمولو ژمنتیا او وړتیا وښيي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې خبري غونډې ته وویل، له طالبانو غواړي چې د تاوتریخوالي کمولو کې د خپلې ارادې او وړتیا "روښانه نښې" وښيي:

"دې سره به د افغانانو خپلمنځي خبرې نسبتاً لږ تاوتریخوالي کې وشي. هیله ده دغه پړاو ته ورسېږو، که څه هم لا رسېدلي نه یو".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

طالبانو په ځواب کې وویل، چې امریکا په خپل دریځ ولاړه نه ده.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو دې څرګندونو ته په غبرګون کې وویل:

"د مذاکراتو بهیر د ټرمپ ټویټ، د امریکا متعددو غوښتنو، په امریکا او کابل کې د چارواکو اختلاف ټکنی کړی. ښاغلی پمپیو دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه را اچوي، زموږ موقف اصولي او متحد دی، دریځ مو د مقابل لوري په شان متزلزل نه دی."

له بلې خوا افغانستان کې ځینې سیاسي ګوندونو او جهادي څېرو د افغان سولې په اړه د افغان حکومت پر دریځ نیوکه کړې او غوښتنه یې کړې چې په دې اړه دې له ټولو خواوو سره په همغږۍ ګامونه پورته شي.

خو د سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو په یوه غونډه کې افغان سیاستوال انوارالحق احدي وویل، که د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون وشي، بیا به هم د جګړې د پای په مانا نه وي:

"که تړون لاسلیک شي، دا د کار ختم نه دی، یوه برخه پای ته رسېږي، د امریکا او طالب ترمنځ تړون کېږي، د افغانانو خپلمنځي اختلاف د افغانانو خبرو سره پای ته رسېږي".

په ورته مهال د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال وايي، د قطر خبرې ګونګې دي او پر سیاسي ګوندونو سربېره حکومت یې هم په هکله جزیات نه لري.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له کابل ډېر وخت کېږي چې امریکا او طالبان قطر کې د سولې خبرې کوي.

د دې شورا په نوښت غونډه کې پرون ځینې سیاسي ګوندونو او جهادي څېرو د افغان سولې په اړه د افغان حکومت پر دریځ نیوکه وکړه او غوښتنه یې وه چې په دې اړه دې له ټولو خواوو سره په همغږۍ ګامونه پورته شي.

دوی د سولې د یوې داسې تګلارې په رامنځ ته کېدو ټینګار کړی چې په وینا یې د حکومت د سیاسی مخالفانو او د خلکو نظرونه هم پکې را ونغښتل شي.

خو افغان حکومت د سولې په هکله د نظرو او تګلارو د یو کېدو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت رامنځ ته کړ.

د دې وزارت وزیر سلام رحیمي له یوې میاشتې راهیسې د بېلابېلو ګوندونو له مشرانو، سیاسي مشرانو، او بهرنیو ډیپلوماټانو سره د افغان سولې لپاره د همغږۍ لپاره بحثونه کوي.