طالبان: پمپیو دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه راچوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: "د مذاکراتو بهیر د ټرمپ ټویټ، د امریکا متعددو غوښتنو، په امریکا او کابل کې د چارواکو اختلاف ټکنی کړی. ښاغلی پمپیو دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه را اچوي، زموږ موقف اصولي او متحد دی، دریځ مو د مقابل لوري په شان متزلزل نه دی."
وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، له وسلوالو طالبانو سره تړون نږدې دی. د هغه په خبره، مخکې هم یو ځل دواړه لوري تړون ته ډېر نږدې شوي و:
"داسې تړون چې دواړه لوري یې اجرا کړي، خو طالبانو یا اراده یا وړتیا یا دواړه نه درلودل چې د تاوتریخوالي کمول عملي کړي".
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې خبري غونډې ته وویل، له طالبانو غواړي چې د تاوتریخوالي کمولو کې د خپلې ارادې او وړتیا "روښانه نښې" وښيي:
"دې سره به د افغانانو خپلمنځي خبرې لږ تاوتریخوالي کې وشي. هیله ده دغه پړاو ته ورسېږو، که څه هم لا رسېدلي نه یو".
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې مهال دي چې دوه ورځې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له قوله وویل:
"له طالبانو سره خبرو کې مو پام وړ پرمختګ نه دی کړی".
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا مهال د امریکا او منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو (سي۵+۱) د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره په تاشکند کې دی.
ازبکستان افغان سوله کې د امریکا "باوري همکار" دی

د عکس سرچینه، @PRESIDENT_UZ
ښاغلي پمپیو د ازبکستان له چارواکو سره لیدونو کې له افغانستان سره د دغه هېواد د سرحدي تګ راتګ، سوداګرۍ، سیمه ییزې همکارۍ او د سولې برخه کې د هڅو په هکله هم خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیانیه کې راغلي: "امریکا له ازبکستان سره د نږدې همکارۍ له مخې د افغانستان په ګډون د سیمه ییزې همکارۍ د زیاتولو لپاره کار کوي. د ازبکستان د ولسمشر شکوت میر ضیایوف سیاست کې ګاونډیانو ته لومړیتوب په بنسټیز ډول سیمه کې د سوداګرۍ او اړیکو د پرمختګ سبب شوی دی".
ازبکستان له خپلواکۍ وروسته کلونو کې د تړلې سیاسي فضا هېوادونو په ډله کې و، خو د دې هېواد د نوي ولسمشر په واکمنېدو پسې د بهرنۍ پانګونې د جلبولو او د افغانستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره د نږدې اړیکو لپاره د فضا پرانیستلو حال کې دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیانیه کې دا هم ویل شوي، چې افغانستان کې د سولې لپاره په روانو سیمه ییزو هڅو کې ازبکستان د امریکا باوري ملګری دی او د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایوف سیمه کې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي همپالنې لپاره خپل پیاوړی ملاتړ ښودلی دی.
امریکا او ازبکستان له افغانستان سره د دې هېواد د پولې د امنیت او د بهرنیو ترهګرو د تګ، د نشه يي توکو د قاچاق او مجرمانو د مخنیوي لپاره کار کوي.

د عکس سرچینه، @PRESIDENT_UZ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په تاشکند کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزېټ او سوداګرۍ زیاتولو لپاره یو میلیون ډالري پلان هم اعلان کړ.
ازبکستان په منځنۍ اسیا کې د افغانستان خورا مهم شریک دی.
دغه هېواد ته افغان سوداګر بې ویزې تللی شي او له دغه هېواد افغانستان ته د برېښنا او انرژۍ لېږدولو په تر ټولو ستره پروژه هم کار روان دی.
د تېر کال دوبي کې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال ملا برادر ازبکستان ته سفر درلود چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د ولسمشر د ځانګړي استازي عصمت ایرګاشیف یې تود هرکلی وکړ.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات له طالب پلاوي د تاشکند پر دې ګرم هرکلي اعتراض وکړ.








