د نړۍ لر او بر کې د کورونا ویروس وروستی حال

د عکس سرچینه، Reuters
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ویلي اروپا اوس د کورونا ویروس نړیوالې وبا مرکز ګرځېدلی، ډاکټر ټیډروس اډانم ګبرېسوس پر هېوادونو غږ کړی چې د انسانانو د ژوند ساتلو لپاره سخت ګامونه پورته کړي، ټولنې چمتو کړي او په یوه ځای کې د ډېرو کسانو د راټولېدلو مخه ونیسي.
ده ویلي "مه پریږدئ چې د دې اور لمبې پورته شي. "د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې اوس په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۳۲ زره تنه په کورونا ویروس اخته شوي او له دې امله تر اوسه څه باندې پنځه زره مړه شوي دي.
ایټالیا:
په ایټالیا کې چارواکو ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کورونا ویروس له امله ۲۵۰ تنه مړه شوي دي. دا په دغه هېواد کې د دې ویروس له امله د مړینې تر ټولو لوړه شمېره ده. دوی وايي پر دې وېروس د اخته کسانو شمېر څه باندې ۱۷ زره او شپږ سوه تنه دی.
هسپانیا
له ایټالیا وروسته هسپانیه په اروپا کې تر ټولو ډیر کورونا ویروس ځپلی. دغه هېواد کې کورونا ویروس له امله د مړو شمېره دوه برابره شوی او اوس ۱۲۰ ته لوړ شوی. د ناروغانو شمېر یې څه باندې ۴۲۰۰ تنه دی. د دغه هېواد لومړي وزیر ویلي سر له سبا به د تیارسي حالت پیل شي.

د عکس سرچینه، Reuters
ایران
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور ویلي د جمعې تر ماسپښینه د کورونا ویروس له امله د مړو شمېر ۵۱۴ ته لوړ شوی. ده ویلي پر دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۱ زره او ۳۶۴ تنه دي.
ښاغلي جهانپور ویلي چې له پنجشنبې راهیسې دې ناروغۍ په ایران کې د ۸۵ تنو ژوند اخستی دی. خو ده وویل څه باندې درې نیم زره له دې ناروغۍ رغېدلي دي.
بل لورته د ايران پوځ ته امر شوی چې لارې او واټونه له خلکو خالي کړي چې د کورونا ویروس د لا ډیر خورېدو مخه ونیسي. د ایران د پوځ مشر ویلي ټول هېواد به څارل کیږي چې پر کورونا ویروس اخته کسان په ګوته کړي.
کاناډا
کاناډا پريکړه کړې چې د پارلمان غونډې به د راتلونکې اپریل میاشتې تر شلمې نیټې ځنډوي. تر ټولو لویه اندېښنه د بودجې په اړه ده چې په دې سره به یې تصویب وځنډوي. د دغه هېواد لومړی وزیر جسټن ټروډو وروسته له هغه قرنطین کړل شو چې مېرمن یې په کورونا ویروس اخته شوه.
پاکستان
په پاکستان کې ټول تعلیمي مرکزونه تړل شوی او دغه هېواد پریکړه کړې چې سر له راتلونکې دوشنبې له ایران او افغانستان سره ټولې ځمکنۍ لارې وتړي. دغه راز بهرنۍ الوتنې به یوازې د اسلام آباد، کراچې او لاهور له هوايي ډګرونو کیږي.

د عکس سرچینه، Reuters
امریکا
د واشنګټن او کلیفورنیا ایالتونو چارواکو ویلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ښايي بیړنی حالت اعلان کړی. دا دوه هغه ایالتونه چې له کورونا ویروسه ډیر اغیزمن شوي دي. دوی ویلي که بیړنی حالت اعلان شي دوی به په ښه توګه وکولی شي چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
که بیړنی حالت اعلان شي نو آن هغه کسان به هم د دولتي روغتیايي بیمې څخه ګټه واخلي چې لږ عاید لري. په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمیر نږدې ۱۷۵۰ ښودل شوی او له امله یې تر اوسه د ۴۱ کسانو مړینې رپوټ ورکړل شوی دی.
کورونا ويروس د نړۍ لروبر د ژوند پر بېلابېلو برخو اغېز کړی، ډېرو هېوادونو کې فوټبال او نورې لوبې او سيالۍ درول شوې دي. اروپا کې مالي بازارونو نن بېرته يو څه سېک موندلی، خو پرون یې د نړۍ لروبر په لويه کچه تاريخي تاوانونه کړي وو.
امريکا کې د ونډو لوی شاخص پرون داسې حال کې له ۱۹۸۷ کال راهيسې يوه ورځ کې تر ټولو ډېر لوېدلی و، چې د نړيوالې سوړبازارۍ او اقتصادي پرځېدا په اړه اندېښنې په زياتېدو دي. د جاپان، اسټراليا او هند په ګډون د اسيا ارام سمندر سيمه کې هم د ونډو بازارونه د پراخې ناباورۍ پر مهال په لويه کچه زنګېدلي دي.
د سيلانۍ صنعت هم خبرداری ورکړی چې کورونا ويروس ښايي دې سکتور ته په نړيواله کچه د ۵۰ ميليون دندو بايلنې تاوان واړوي.









