د ممپلیو د حساسیت ضد لومړنى درمل

د عکس سرچینه، Getty Images
ممپلي امریکا کې تر ټولو حساسیت پاروونکي خوراکي توکي دي
امریکا د ممپلیو له امله په ماشومانو کې د حساسیت لومړنۍ درملنه تایید کړه.
د اې ار ۱۰۱ درمل یا پالفورزیا د وجود د معافیت سیسټم پیاوړی کوي او خوړل کېږي. په ورته وخت کې ماشوم ته د شپږو میاشتو لپاره د ممپلیو پروټین ورکول کیږي، په پيل کې لږ خو ورو ورو دا اندازه زیاتیږي.
له هغې وروسته دغه درمل خوړونکي باید خپل ورځني درمل وخوري، چې د ممپلیو ناڅاپي خطر وزغملای شي.
دا علاجي درملنه نه ده او جوړوونکي یې خبرداری ورکوي چې وژونکی ډېر حساسیتي عکس العمل یې لا پرځای پاتې کېږي او ناروغان باید په خپلو خوړو کې د ممپلیو له خوړلو ډډه وکړي.
په امریکا کې له ممپلیو سره حساسیت عام دی، او په دې وروستیو لسیزو کې په لویدیځو هېوادونو کې له ځینو خوړو سره د خلکو حساسیت زیات شوی دی.
سره له دې چې پخوا په امریکا او نورو ځایونو کې د ممپلیو د حساسیت له منځه وړلو لپاره ازمایښتونه شوي دي ، خو دا لومړی درمل دی چې د امریکا د درملو او خوړو د ادارې یا اېف ډي اې له خوا تایید شوي دي. په برتانیا کې تر اوسه له دې درملو د ګټې اخیستنې رسمي اجازه نه ده ورکړل شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پالفورزیا درمل د څلورو او ۱۷ کلونو ترمنځ ناروغانو لپاره تایید شوي دي چې د پوډرو په څېر دي او د خوړو پر سر اچول کېږي.
تېرکال د لندن د کېنګز کالج ساینسپوهانو ویلي وو چې د خولې له لاري ایمیون درملنه ناروغ ساتي، خو رغوي یې نه او درملنه یوازې هغه وخت اغېزناکه وي چې ناروغ ددغه په دوامداره توګه د حساسیت ضد درملو کارولو ته ادامه ورکړي. .









