د زړه تقویه کوونکي مغزیات

د عکس سرچینه،
یوه نوې امریکايي- چینايي ګډه څېړنه وايي، ممپلي، جلغوزي، برازیلي بادام او کاجو خوړل د زړه د ناروغیو لرونکو ناروغانو لپاره ګټور درمل دي.
دوی وايي، که چېرې دغه مغزیات هره ورځ وخوړل شي، په سلو کې ۱۷٪ د زړه د ناروغیو کمولو کې مرسته کولی شي.
څېړنه وايي، په دغو وچو مېوو کې د ویټامینونو او اوسپنې سربېره، نور مغذي مواد هم شته، چې د زړه د تقویې لپاره ډېر ګټور تمامېږي، کولسټرول کموي او د بدن د التهابي کېدو کچه ټیټوي.
په یوه بله مخکنۍ اسپانوي- امریکايي څېړنه کې ویل شوي وو، د شکر ناروغۍ لرونکو ناروغانو لپاره د مغزیاتو خوړل د زړه د ناروغۍ د کمښت لامل ګرځي؛ ځکه چې دوی ډېر نه تږي کېږي او له خوړو وروسته یې په وینه کې د خوږوالي کچه ټيټېږي.
روژه کې د مغزیاتو خوړلو ګټه
د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ د روژې په میاشت د خوړو په اړه ځینې صحي دودونه عام شوي، چې یو هم د مغزیاتو خوړل دي، خو ګټې یې په لاندې توګه یادې شوې دي:
- د لوږې احساس کموي، خو که چېرې ټول سره میده او بیا وخوړل شي، ګټه یې نوره هم ډېرېږي.
- مغزیات د ویټامینونو سربېره، مګنیسیم او پوټاششیم لري، چې د ځینو انسانانو په جسمونو کې د چینجیو د ختمولو سبب ګرځي.
- په بدن او رګونو کې وینې ته لا نور جریان ورکوي.
- اعصابو او ماغزو ته ګټور تمامیږي، په تېره بیا اعصاب ډېره ارامه ساتي.
- له کلسیم ډک دي، چې د هډوکو او غاښونو لپاره ګټور دي.

د عکس سرچینه،




