غني: د ځڼغوزیو په څېر ۱۵ نورو توکو ته هم مارکېټ پیدا کوو

د عکس سرچینه، Arg
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په راتلونکي یوه کال کې به لږ تر لږ د افغانستان پنځلسو تولیدي توکو ته د ځڼغوزیو په څېر نړیوال مارکیټ پیدا کړي.
ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ د مالدارۍ او کرنې محصولاتو خونې د جوړېدلو په پرانیستغونډه کې دا خبره وکړه.
"سږ کال زموږ ټول هدف دا دی چې څه مو له ځڼغوزي سره وکړل لږ تر لږه د ۱۵ نورو توکو سره یې هم باید وکړو".
نوموړي دا هم وویل، چې دې برخه کې د توکو کیفیت یا څرنګوالی بنسټیز اهمیت لري.
ځینې سوداګر په دې باور دي چې د افغان توکو پروسېس هغسې نه کېږي لکه د نورو توکو، خو ولسمشر غني له افغان سوداګرو او بزګرو سره د کرنیزو تولیداتو د پروسیس په برخه کې د همکارۍ ژمنه هم وکړه.
ولسمشر غني کرنه او مالداري د افغانستان له ټیکاو سره تړلي وبلل:
"کرنه او مالداري یوازې د ودې لپاره نه دي، بلکې باثباته افغانستان په کرنه او مالدارۍ ولاړ دی، ځکه ډېری افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او چې دوی په پښو ونه درېږي، افغانستان کې ټیکاو نه راځي، ځکه سیاسي او اداري او هر اړخیز اهمیت لري".
توره طلا

نږدې دوه کاله مخکې چين ته د ځڼغوزیو صادرات پیل او ګام په ګام یې بیه تر لس چنده لوړه شوه.
پخوا یو کیلوګرام ځڼغوزي شپږ سوه افغانۍ و، خو چین ته تر صادرېدو وروسته یې خوست کې بیه دوه نیم زره افغانیو ته وخته او د تورې طلا نوم یې خپل کړ.
خوست کې سوداګری وايي، کله چې چین ته د ځڼغوزیو صادرات نه و، پاکستان کې یې ۵۲ کیلو ځڼغوزي په ۱۵ زره کلدارې پلورل، خو اوس همدومره ځڼغوزي ۱۵۰ زره افغانۍ ارزښت لري.
دا تېر نومبر چين د ځڼغوزيو واردولو په اړه له افغانستان سره د دوو ميليارډ ډالرو په ارزښت تړون لاسليک کړ.

د شمېرو له مخې تېر کال افغانستان چين ته ۲۳ زره ټنه ځڼغوزي صادر کړي، اوس به د تړون له مخې راتلونکو پنځو کلونو کې د دې صاداراتو کچه تر ۶۲ زرو ټنو اوړي.
افغانستان اوس په کلني ډول د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادروي، چې لویه برخه یې وچه او تازه میوه جوړوي او د اوو (۷) میلیارډ ډالرو په ارزښت واردت لري.
خو ولسمشرۍ غني پرون دا هم وویل، موخه یې دا ده چې هر کال صادرات پنځه سوه میلیون ډالره زیات شي.









