افغانستان: د طبي بوټو صادرات ۲۵ سلنه ډېر شوي

د افغانستان په ټولو ولایتونو کې بېلابیل طبي بوټي شته

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې بېلابیل طبي بوټي شته

له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته د طبي بوټو په لېږد کې ۲۵ سلنه ډېروالی راغلی دی.

له دغه هېواده چې ډېری طبي بوټي یې هند ته لېږل کېږي تېر لمریز کال کې د ۹۴میلیونو ډالرو په ارزښت طبي بوټي بهر ته لېږل شوي دي.

له ۲۰ ډولونو ډېر طبي بوټي له افغانستانه بهر ته ځي چې ۶۰ سلنه یې اینجه او شیرین بویه دي. د افغانستان په کلیوالو سیمو کې تر ډېره غرني بوټي د خپلو تجربو له مخې د درملو په ډول کارول کېږي.

زمزمه نیازي خپل رپوټ کې کاږي، د کابل ښار په یوه څنډه کې د اینجې یوې زېرمې ته لاړم، دلته اینجه په لویو او کوچنیو بیلرونو کې ځای پر ځای کېږي، تړل کېږي او هندوستان ته لېږل کېږي.

د اینجې بوی دومره تېز او تریخ دی چې د څو شېبو لپاره هم څوک په دغه زېرمه کې نه شي دریدلی.

د کلیو اوسیدونکي یې د اینجې په نوم د یوه بوټي له شیرې راټولوي. ظاهري رنګ یې لندو شویو اوړو ته ورته دی.

د بوی له امله یې په افغانستان کې خلک ترې ډېره ګټه نه اخلي خو د هند خلک یې په خوراکي توکو او درملو کې کاروي او له غوړیو یې د هډوکو د درد لپاره درمل جوړوي.

د سوداګریزو خونو اجرایوي مدیر عبدالحسیب رحیمي وایي د افغانستان طبي بوټي لوړ نوم لري

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د سوداګریزو خونو اجرایوي مدیر عبدالحسیب رحیمي وایي د افغانستان طبي بوټي لوړ نوم لري

په کابل کې ددغه ډول بوټو تر ټولو لوی بازار، منډيي په کوچي مارکیټ کې لسګونه هټۍ کار کوي چې له ډېرو لرې پرتو سیمو خلک ورته دلوړې بیې غرني بوټي د پلور لپاره راوړي افغانستان تېر کال ۲۵ ډوله بېلابیل طبي بوټي بهر ته لیږلي، چې ډېره برخه یې اینجه او شیرین بویه وه، خو د ګوڅیو، مملايي اوزڼکیو په ګډون ډېر نور بوټي هم له غرونو او دښتو هرکال پریمانه راټولېږي او بهرنیو هېوادونو ته استول کېږي.

د کرنې وزارت چارواکي وایي تېر کال یې دغه بوټي د ۹۴ میلونو ډالرو په ارزښت ليږلي چې وايي په، ۱۳۹۲کال کې دغه کچه ۶۴ میلیونو ډالرو ته رسیده.

د یاد وزارت د طبیعي سرچینو د سمون مشر محمد رفیع قاضي زاده یو شمېر پاملرنې په ګوته کوي، وایي که عملي شي نو د راتلونکي کال صادرات به نور هم ډېر شي.

طبي بوټي د افغانستان د صارداتو په نوملړ کې پنځم ځای لري چې ډېره برخه یې هند هېواد ته لیږل کېږي.

د سوداګریزو خونو اجرایوي مدیر عبدالحسیب رحیمي وایي د افغانستان طبي بوټي لوړ نوم لري، که په معیاري بڼه یې ساتنه وشي افغانستان دا وړتیا لري چې د نړۍ په کچه ستر صادردونکی هېواد واوسي.

د افغانستان په ټولو ولایتونو کې بېلابیل طبي بوټي شته خو ډېری طبیعي بوټي په ځانګړې توګه شیرین بویه او اینجه د افغانستان له شمالي ولایتونوبدخشان، تخار، بلخ او سمنګانه لاس ته راځي.

کرنې وزرات وایي دغو ولایتونو کې یې یو شمېر سیمې چې طبي بوټي یې له ګواښ سره مخ و، قرنطین کړې وې او لا هم دغه لړۍ روانه ده.