عراق: ايران د امريکا پر پوځي اډو د بريد خبر راکړى و

عبدالمهدي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عراق لومړي وزير عادل عبدالمهدي ويلي حکومت ته يې عراق کې پر دوو امريکايي اډو د ايران د بريد په تړاو خبر ورکړل شوى و.

ښاغلي مهدي پر خپل ټوېټر پاڼې خپاره کړي پيغام کې ليکلي چې له ايرانه يې يو شفاهي پيغام تر لاسه کړ چې ويل يې "د قاسم سليماني د وژنې ځواب ورکول" پيل شوي يا پيلېږي.

د عراق د لومړي وزير په خپاره کړي دغه پيغام کې همداراز راغلي چې ايران ويلي دا بريد به عراق کې د امريکايي ځواکونو پر اډو محدود وي.

عمران خان: پاکستان به د هېڅ جګړې برخه نه شي

بل لور ته د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته یې ویلي، چې ایران، سعودي عرب او امریکا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې وکړي.

په یوه ټویټر پیغام کې ښاغلي خان ویلي:

''د پوځ مشر جنرال باجوه ته مې ویلي، له اړوند پوځي مشرانو سره اړیکه ونیسي او څرګند پیغام ورکړي چې پاکستان د سولې هلو ځلو کې خپل رول ته چمتو دی، خو بیا به هېڅکله د هېڅ جګړې برخه نه شي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

په ورته مهال د پاکستان پوځ رسنیز مرکز په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزیر مایک اسپر د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته ټیلیفون کړی او په منځني ختیځ کې د روان حالت په اړه ورسره غږېدلی دی.

د امریکا د دفاع وزارت منلې ده چې ایران په عراق کې پر هغو دوه پوځي هوایي‌ اډو د بالیستیکو توغندیو بریدونه کړي‌ دي چې امریکایي پوځیان پکې مېشت دي.

که څه هم ځینې امریکايي رسنۍ وايي، د ایران دې توغندیز برید کې امریکايانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د ایران صدا و سیما په سپاه پاسدران کې د یوې خبرې سرچینې له خولې وايي، دې بریدونو کې"نږدې ۸۰ امریکايي پوځیان" وژل شوي دي.

دا سرچینه له نوم پرته زیاتوي:

"سیمه کې د امریکایانو او ملګرو ۱۰۴ هدفونه پېژندل شوي او که امریکا بیا هر ډول تېروتنه وکړي، په دې هدفونو به بریدونه وشي".‌

د ایران دولتي تلویزون ویلي،‌ دا بریدونه یې د القدس ځواک د پخواني قومندان جنرال قاسم سلیماني د وژنې په غچ کې کړي‌ دي.

سپاه دې بریدونو ته د "شهید سلیماني" عملیات نوم ور کړی دی.‌

جنرال سلیماني تېره جمعه د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر په بغداد کې په یوه ډرون برید کې وژل شوی و.‌

پنټاګون ویلي دي چې د چارشنبې سهار بریدونو کې لږ تر لږه دوه پوځي اډې،‌ یوه په اربیل او بله په انبار سیمو کې په نښه شوې دي.‌

د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو یوه قومندان له العالم شبکې سره خبرو کې ویلي، دا لومړنی ګام و او امریکایان نه پرېږدو.

د نوموړي په خبره: "ټرمب باید خپلو ځواکونو ته فکرمن وي او له خپل هېواد لرې یې باید زموږ اور ته پرې نه ږدي".

د ایران رسنۍ وايي، سپاه په دې بریدونو کې قیام توغندی کارولی دی چې له دې مخکې یې سوریه کې د داعش ضد برید کې توغولی و.

ISNA

د عکس سرچینه، ISNA

د عکس تشریح، ایرانۍ رسنۍ دا انځور د ایران د توغندي بولي چې د دوی په خبره، په امریکايي اډه غورځېدلی دی.

د ایران د بهرنو چارو وزیر جواد ظریف په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر اډو د تیرې شپې له برید په دفاع کې ویلي ایران د ملګرو ملتونو د میثاق د یو پنځوسمې مادې د حکم له مخې له خپل ځان د دفاع لپاره مناسب ګام پورته کړی دی.

ښاغلي ظریف ویلي د ترینګلتیا د پراخیدو او یا جګړې هڅه نه کوي خو د غلیم په مقابل کې له خپل ځانه دفاع کوي.

د امریکا او ناټو غبرګون

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

امریکايي رسنیو ویلي چې دې برید کې امریکايي پوځ ته زیان نه دی رسېدلی.

یوه پوځي چارواکي سي اېن اې ته ویلي چې امریکايي ځواکونو له برید مخکې خبرداری ترلاسه کړی و او پټنځیو ته د ننوتلو لپاره یې ډېر وخت درلود.

داسې فکر کېده چې ولسمشر ټرمب به خپل ملت ته د ایران د توغندیزو بریدونو په هکله وینا وکړي، خو سپینې ماڼۍ اوس دا خبر رد کړی دی.

ویل کېږي چې د نوموړي مرستیالانو ورته د وینا متن هم تیار کړی و.

د رپوټونو له مخې د امریکا د ملي امنیت شورا غونډه پای ته رسېدلې او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د دفاع وزیر مارک اسپر په ګډون لوړپوړي امنیتي چارواکي له سپینې ماڼۍ وتلي دي.

د امریکا ولسمشر یوه ټوېټ کې ویلي هرڅه ښه دي. د ایران توغندي عراق کې د دوو اډو لور ته توغول شوي:

"د مرګ ژوبلې او تاوان په هکله ارزونه روانه ده، تراوسه وضعیت ښه دی. موږ ټوله نړۍ کې تر ټولو ځواکمن او سمبال پوځ لرو. سبا بیانیه ور کوم".

په همدې حال کې د ناټو سرمنشي ينز ستولټنبرک عراق کې پر امريکايي اډو د ايران توغنديز بريد غندلى. ښاغلي ستولټنبرگ پر خپل ټوېټر پاڼې ليکلي: "ناټو له ايران غواړي چې له نور تاوتريخوالي ډډه وکړي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

نوموړي همداراز زياته کړې چې اېتلافيان به خپلو کې سلا مشورو ته دوام ورکوي او عراق کې د روزنې ماموريت ته به ژمن وي.

مخکښ امریکایي سناتور لینسي ګراهام چې ولسمشر ټرمپ ته نږدې دی، ایران ته خبر داری ورکړی: "که داسې بې مانا کارونو ته دوام ورکړئ نو یوه ورځ به له خوبه راپاڅئ او وبه ګورئ چې د تیلو سوداګري ختمه شوې ده".

هغه ویلي له ولسمشر ټرمپ سره یې په ټلیفون خبرې کړي دي.

"امریکا له ایران سره جګړه نه غواړي"

دې X پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 4

د امریکا د ولسي جرګې ډيموکراټې مشرې نانسي پلوسي خپل ټوېټ کې لیکلي چې حالات له نږدې څاري.

نوموړې د امریکا د بې دلیله پاروونکو هڅو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او له ایران یې هم غوښتي چې تاوتریخوالی بند کړي.

د هغې په خبره، امریکا او نړۍ د بلې جګړې زغم نه لري.

د ډیموکراټ ګوند مخکښې سناتورې او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندې الیزابت وارن ویلي، د امریکا خلک له ایران سره جګړه نه غواړي.

نوموړې زیاته کړې چې منځني ختیځ کې د خپلو ځواکونو او خلکو د خوندیتوب او دې لپاره چې امریکايي ځواکونه د تاوتریخوالي کمولو هڅه وکړي شپه ویښه تېروي او دوعا کوي.

له بلې خوا نیویارک ټایمز چې د ایران د بریدونو لپاره یې ژوندۍ پاڼه پیل کړې وايي، د ناټو ځواکونه له عراق وځي.

دې رسنۍ تېره ورځ ویلي و چې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي د ایران د ملي امنیت شورا کې ویلي و چې د دغه هېواد ځواکونه باید پخپله د قاسم سلیماني غچ واخلي .

که دا خبر سم وي نو له امریکايي پوځ سره د ایران د مخامخ کېدو نښه ده، نه د پخوا په څېر چې سیمه کې ایران ملاتړو ملېشو دا کار کاوه.

خلیج کې د برتانوي بېړیو تیارسي

بېړۍ

د عکس سرچینه، MOD

د عکس تشریح، خلیج کې د برتانیا بېړۍ او چورلکې تیارسي شوې دي.

د برتانیا دفاع وزیر بن والس وايي، پر امریکايي اډو د ایران له برید وروسته یې خلیج کې خپلې بېړۍ او چورلکې تیارسي کړې دي.

نوموړي د خپل هېواد ولسي جرګې ته وویل: "حکومت سیمه کې د برتانويانو او خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره بېړني ګامونه اخلي".

د برتانیا د بهرنیو چارو زارت یوه چارواکي هم د ایران د توغندیز برید په هکله بي بي سي ته ویلي:

"موږ د پېښې د جزیاتو د روښانولو بېړنۍ هڅه کوو، تر ټولو اول لومړیتوب مو د برتانوي ځواکونو امنیت دی".

د جرمني د پوځ یوه ویاند ویلي په اربیل کې د بهرنیو ځواکونو پر اډه شوې برید کې د دوی ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی.

په انبار کې د عین الاسد پر اډې له برید وروسته د اربیل هوايي ډګر ته څیرمه د بهرنیو ځواکونو پر اډه برید هم په لنډه فاصله کې وشو.

تمه وه چې په نږدې راتلونکي کې د جاپان لومړی وزیر سعودي ته ولاړ شي خو پر عراق د ایران له برید وروسته دغه سفر لغوه شوی دی.

د جاپان کیودو خبرې اژانس ویلي د جاپان د ملي امنیت شورا غونډه بلل شوې ده.

د هند حکومت له خپلو وګړو غوښتي چې عراق ته له تللو ډډه وکړي او هم یې عراق کې خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې خپل ځای کې پاتې او عراق کې بې ضرورته تګ را تګ ونه کړي.

ایران ولې بریدونه وکړل؟

د قاسم جنازه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د قاسم سلیماني جنازه کې د ټېل ماټېل له امله تر ۵۶ کسان ووژل او لسګونه نور ټپیان شول.

د امریکا بې پیلوټه الوتکو تېره جمعه بغداد هوايي ډګر کې د ایران د قدس ځواکونو مشر وواژه.

ایران کې له دې پېښې سره درې ورځې ماتم اعلان شو او ایرانیو چارواکو ویل چې سخت غچ به واخلي.

د سپاه پاسدران ویاند رمضان شریف کرمان کې خاورو ته د قاسم سلیماني له سپارلو وروسته وویل، د امریکا پر اډو د شپې یوه بجه او ۲۰ دقیقې برید وشو او دا همغه شیبه وه چې قاسم سلیماني په عراق کې ووژل شو.

د قاسم سلیماني مړی د عراق مختلفو ښارونو کې تر ګرځول کېدو وروسته ایران ته یووړل شو او هلته هم په سترو ښارونو کې وګرځول شو.

ایراني چارواکو ویل چې د سې شنبې په ورځ د قاسم سلیماني مړی خپل پلرني ټاټوبي کرمان کې خاورو ته سپاري.

د نوموړي د جنازې مراسمو کې د ټېل ماټېل له امله د ۵۶ کسانو تر وژل کېدو او لسګونو نورو ټپي کېدو وروسته دا مراسم وځنډول شول.

اوس د ایران تلویزیون خبر ورکړی چې د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني خاورو ته سپارلو مراسم ، په عراق کې پر امریکايي اډو له برید وروسته پیل شول.