مارک اسپر: امریکا له عراقه خپل پوځیان نه وباسي

مارک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مارک اسپر ویلي، له عراقه د امریکایي پوځ د وتلو رپوټونه ناسم دي

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر هغه رپوټونه رد کړي دي چې ګواکې هېواد یې له عراقه خپل پوځیان وباسي. ښاغلی اسپر دا سپیناوی وروسته له هغه کوي چې په عراق کې د امریکايي جنرال یو لیک رسنیو ته په لاس ورغی.

په دې لیک کې جنرال ویلیم سیلي لیکلي وو چې امریکا د عراق د پارلمان پرېکړې ته په درناوي، له دې هېواده د خپلو پوځیانو ایستلو لپاره چمتووالی نیسي.

خو د دفاع وزیر مایک اسپر ویلي، په دې تړاو هېڅ کومه پرېکړه نه ده شوې.

دا ګډوډي او ناسم پوهاوی وروسته له هغه رامنځته کېږي چې امریکا د ایران د القدس ځواک مشر جنرال قاسم سلیماني په بغداد کې په یوه ډرون برید کې وواژه.

نوموړی تېره جمعه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر ووژل شو.

د جنرال سلیماني له وژنې وروسته ایران د سخت غچ اخیستو ګواښ کړی، او له دې سره په سیمه کې مېشتو امریکایي پوځیانو ته ګواښ ډېر شوی دی.

میلي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا لوی درستیز جنرال مایک میلي وایي، دا لیک یوازې د سلا مشورې لپاره لیکل شوی و

دې پېښې د سیمې هېوادونو ترمنځ هم ناکراري ډېره کړې او د روسیې په ګډون ځینو د امریکایي ولسمشر دا کار غندلی.

خو د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وایي، له عراقه د پوځیانو د ایستلو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې او دی هم خبر نه دی چې رسنیو کې لاس په لاس شوی لیک د چا لخوا استول شوی.

د امریکا تر ټولو جګپوړي چارواکي، لوی درستیز جنرال مارک میلي بیا ویلي، استول شوی لیک یوه تېروتنه وه. نوموړی زیاتوي، دې لیک کې سم الفاظ نه دي کارول شوي او د استولو اجازه یې هم نه وه ورکړل شوې.

جنرال میلي ټینګار وکړ چې دا لیک یوازې له اړونده کسانو سره د سلام مشورې او نظر اخیستو په موخه لیکل شوی و، او امریکایي پوځیان له عراقه نه ووځي.