امریکا د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته "ویزه ور نه کړه"

د عکس سرچینه، Reuters
امریکايي رسنۍ فارن پالیسي وايي، متحده ایالتونو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته ویزه ور نه کړه، چې غوښتل یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې ګډون وکړي.
په دې غونډه کې د قاسم سلیماني او څو نورو ایراني او عراقي قومندانانو پر وژلو خبرې کېږي، چې تېره جمعه د امریکا بې پیلوټه الوتکو په بغداد هوايي ډګر کې ووژل.
فارن پالیسي لیکي ښاغلي ظریف ته د ویزې نه ور کولو سره امریکا د ۱۹۴۷ کال د تړون مادې ماتوي چې د ملګرو ملتونو مرکز نیویارک کې د دغه هېواد د کوربتوب شرطونو کې راغلې دي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازۍ وايي، تراوسه یې جواد ظریف ته د ویزې نه ور کولو په هکله د امریکا رسمي ځواب نه دی ترلاسه کړی.
خو ښاغلي ظریف د دوشنبې په ورځ د قاسم سلیماني په جنازه کې د لکونو خلکو د بې ساري ګډون انځورونو خپرولو سره په پېغرتي ټوېټ کې پر ډونلډ ټرمپ سختې نیوکې کړې وې چې ایران ته پوځي ګواښ کوي.
د قاسم سلیماني د وژلو له امله ایران دې درې ورځې ویر و او د ایران د مذهبي مشر په ګډونو لوړپوړو چارواکو وویل، چې له امریکا سخت غچ اخلي.

خو ولسمشر ټرمپ ايران ته خبردارى ورکړ که د امريکا له خوا د وژل شوي جنرال قاسم سليماني په غچ اخيستنې لاس پورې کړي نو له خورا چټک او ځپونکي ګوزار سره به مخ شي.
ښاغلی ټرمپ وايي امريکا به د ايران د بريد په ځواب کې ٥٢ ايرانۍ موخې په نښه کړي.
ډونلډ ټرمپ په يوه ټويټري پيغام کې ډانګ پيېلى ګواښ کړى "امريکا نور ګواښ نه مني" او که تهران پر امريکا بريد وکړي نو د ده په وينا پر خپله ايران به خورا سخت او خورا چټک ګوزار وشي.
د امريکا ولسمشر زياته کړې چې دا ٥٢ موخې د هغو ٥٢ امريکايي وگړو استازيتوب کوي چې شاو خوا څلوېښت کاله وړاندې ايران کې برمته شوي و.
نوموړي د دوشنبې په ورځ هم یو ځل بیا ګواښ وکړ چې د ایران پر هغو هدفونو به بریدونه وکړي چې د دغه هېواد کلتور ته اهمیت لري.
هغه واشنګټن ته د ستنېدو پر مهال خبریالانو ته وویل: "ایرانیان دې موږ ووژني، شکنجه مو دې کړي، بمونه دې کېږدي، زموږ وګړو باندې دې چاودنې وکړي، خو موږ دې د هغوی پر کلتوري مرکزونو د برید اجازه ونه لرو، داسې نشي کېدلی".
عراق ته ګواښ

د عکس سرچینه، Getty Images
د بغداد هوايي ډګر کې د قاسم سلیماني او د عراق د حشد شعبي ډلې د مرستیال د وژل کېدو غبرګون کې د عراق پارلمان د یکشنبې په ورځ یوه قرارداد کې له حکومت وغوښتل چې له خپلې خاورې امریکايي پوځیان وباسي.
خو ولسمشر ټرمپ وايي، که د عراق حکومت له خپل هېواد امریکايي ځواکونه وباسي، واشنګټن به سخت بندیزونه پرې ولګوي.
ډونلډ ټرمپ خبریالانو ته وویل، امریکا عراق کې ډېره ځانګړې او ګرانبیه اډه جوړه کړې چې تر میلیاردونو ډالر لګښت پرې شوی دی:
"موږ عراق نه پرېږدو، مګر په دې شرط چې د دې اډې لګښت را کړي".
د هغه په خبره، پر عراق به داسې بندیزونه ولګېږي چې پر ایران لګېدلي بندیزونه به ورته هیڅ ښکاره شي.








