حسن روحاني د جواد ظریف استعفا رد کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران ولسمشر حسن روحاني د خپلو بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف استعفا رد کړې ده. ښاغلي ظریف سه شنبه پر خپل انسټاګرام یوه پیغام کې خپله استعفا اعلان کړې، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت اوس ویلي چې ولسمشر روحاني د هغه استعفا رد کړې ده
د ولسمشر روحاني د فتر مشر ویلي، د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپله دنده کې بریالی پاتې شوی دی او دوی د هغه د کار په اړه راضي دي.
د سه شنبې پر سهار ایرنا خبري اژانس لیکلي وو چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس موسوي د ښاغلي ظریف استعفا تایید کړې ده.
د ایران د ولسمشرۍ دفتر مشر محمود واعظي هم د سه شنبې ورځې ګهیځ د ښاغلي ظریف استعفا په اړه ویلي وو چې ولسمشر حسن روحاني د هغه استعفا نه ده منلې.

هغه پر ټویټر یوه پیغام کې لیکلي: "د ولسمشر له خوا د ډاکټر ظریف د استعفا منلو په اړه خپور شوی خبر په قوي توګه دروغ دی."
محمد جواد ظریف له ۱۳۹۲ کال راهیسې د ایران د بهرنیو چارو وزیر دی چې له ۱+۵ هېوادونو سره د ایران د اتومي هوکړې په اړه نوموړي ته د مخکښ رول ورکړل شوی و.
ظریف چې په امریکا کې لوړې زدکړې کړې دي، څو ځله د امریکا د بهرنیو چارو له پخواني وزیر جان کيري سره لیدلي دي.






