د اټومي تړون پر سر امريکا ته د ايران گواښ

د عکس سرچینه، AFP
ايرانى ولسمشر حسن روحاني وايي امريکا د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ کې د خبرو اترو باور وړ اړخ نه دى، او گواښنه کوي که دغه هېواد پر ايران نوي بنديزونه ولگوي نو دا شونتيا شته چې د ساعتونو په ترڅ کې خپل اټومي پروگرام بيا له سره پيل کړي.
د ولسمشر روحاني په وينا د ايران نوى اټومي پروگرام به د ٢٠١٥ م کال پرتله ډېر پرمخ تللى وي. ايران د تېر کال په لومړيو کې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونواو ټولڼو (امريکا، روسيه، بريتانيا، اروپايي ټولنه، فرانسه او جرمني) سره د يوې معاملې له مخې خپل اټومي پروگرام وځنډاوۀ.
خو د بالستيک توغنديو آزموينو له امله امريکا پر دغه هېواد نوي يو اړخيز بنديزونه ولگول، چې ايران يې د شوي تړون خلاف چاره بولي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو امريکايي چارواکي استدلال کوي چې د ايران له لوري د بالستيک توغنديو شوې آزموينې د ملگرو ملتونو له هغه پرېکړه ليک نه سرغړونه ده چې د اټومي پروگرام په تړاو شوي تړون ته رسميت ورکوي.
د ملگرو ملتونو په پرېکړه ليک کې له ايرانه غوښتل شوي چې د هغو بالسيتکو توغنديو له آزموينې ډډه وکړي، چې د اټومي سروکو د لېږد وړتيا لري.
پرېکړه ليک همداراز له ايرانه غواړي چې دغه راز ټکنالوژي دې آن د نورو توغونو لپاره هم نه کاروي.
خو ايران وايي آزمايل شوي توغندي د اټومي سروکو لېږد لپاره نه دي جوړ شوي.
ولسمشر ټرمپ وار وار له ايران سره د اټومي پروگرام په تړاو له شوي تړونه د امريکا د اېستلو گواښنه کړې.
د ايراني ولسمشر دا څرگندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې څو ورځې وړاندې د امريکا د نويو بنديزونو په غبرگون کې د ايران پارلمان د بالستيکو توغنديو پروگرام لپاره نورې پيسې هم ځانگړې کړې.









