حسن روحاني دوې ښځې مرستیالانې ټاکلې

د عکس سرچینه، .
د ایران ولسمشر حسن روحاني دوې ورځې وروسته تر هغه دوې ښځې د خپلو مرستیالانو په توګه ټاکلې، چې پخپله نوې کابینه کې ښځو ته د ونډې په نه ورکولو نیوکې پرې شوې وې.
معصومه ابتکار د ښځو چارو کې د ولسمشر روحاني د مرستیالې په توګه او لعیا جنیدي په حقوقي چارو کې د هغه د مرستیالې په توګه ټاکل شوې.
اغلې ابتکار په چاپېریالي چارو کې د ولسمشر مرستیاله وه.
نوموړې د ایران د انقلاب پرمهال ایران کې د امریکا پر سفارت د برید او برمته نیوونو پرمهال د طب ۲۰ کلنه محصله وه.
هغه مهال نوموړې ځان د ماري په نوم نړیوالو رسنیو ته پېژندلی و او په انګلیسي ژبه یې روانې خبرې کولې.
د ایران د مخکیني ولسمشر یوه مرستیاله شهیندوخت مولاوردي د هېوادوالو د حقونو د ځانګړې سلاکارې په توګه ټاکل شوې.
دوی به د ولسمشرۍ له دفتر سره د هغو دوولس تړاو لرونکو ارګانونو په چوکاټ کې کار کوي چې ولسمشر روحاني یې مشري کوي.

د عکس سرچینه، TASNIM
ګوتنیوونکي وايي، ددغو ښځو ګومارل په اصلي واک کې ډېر کم امتیاز ورکول دي.
په تېره فبرورۍ میاشت کې د ایران ولسمشرحسن روحاني په سیاست او کلتوري چارو کې د ښځو د لا ډېرې برې اخیستو غوښتنه کړې وه.
په ایران کې د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته تر اوسه ایله یوه ښځه د وزیرې په توګه ټاکل شوې وه.
د ایران د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د واکمنۍ پرمهال مرضیه وحید دستجردي د روغتیا وزیره وه.








