ښځې په نړیوال سیاست کې څه او څومره رول لري؟

د ځمکې کره

د عکس سرچینه، iStock

د عکس تشریح، په راپور کې په ټوله کې په سیاسي ډګر د ښځو ګډون کمرنګه یاد شوی دی.

په راپور کې په ټوله کې په سیاسي ډګر د ښځو ګډون کمرنګه یاد شوی دی.

په تېر یوه کال کې ښځو څو مهمې څوکۍ له لاسه ور یا یې هم تر لاسه نه کړای شوې؛ هیلري کلینټن ونه شو کولای د امریکا ولسمشره شي. تر څنګ یې دوو برحالو ولسمشران خپلې څوکۍ له لاسې ور کړې چې یوه یې د جنوبي کوریا ولسمشره (پارک ګون هې) او بله یې د برازیل ولسمشره (دیلما روسف) وه.

دواړو ولسمشرانو د مالي فساد د تورونو په سبب خپلې دندې له لاسه ور کړې دي.

خو په برتانیا کې بیا کیسه بل ډول شوه او یوه ښځې (تریزا مې) د دولت مشري تر لاسه کړه.

انګیلا میرکل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په اروپا کې د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا میرکل پیاوړې سیاستواله ګڼل کېږي

په اروپا کې د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا میرکل پیاوړې سیاستواله ګڼل کېږي، خو اټکل دی چې په راتلونکو ټاکنو کې به، چې شپږ میاشتې وروسته تر سره کېږي، وضعیت بدل شي.

خو په ورته وخت کې باورونه دا دي چې د فرانسې د راتلونکې میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې به بله سیاستواله مارین لوپن واک ته ورسي.

ښځې په ولسي جرګه کې

د مخ پر ودو هېوادونو په ولسي جرګو کې د لوېدیځ د پرمختلیو ډیموکراسۍ لرونکو هېوادونو په پرتله د ښځو حضور پام وړ ښه دی.

په ولسي جرګې د ښځو د غړیتوب له مخې، د رواندا او بولیوا هېوادونو د ولسي جرګو تر نیمايي ډېرې څوکۍ د ښځو دي چې په ترتیب په نړۍ کې لومړی او دویم ځای لري.

د رواندا د ولسي جرګې د تالار څنډه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د رواندا د ولسي جرګې ۶۱ سلنه غړې ښځې دي

په ولسي جرګه کې د ښځینه وکیلانو د غړیتوب له مخې د نړۍ په لومړیو لسو هېوادونو کې د سویډن، فنلینډ او ایسلنډ هېوادونو نومونه له نیکاراګوا، سینیګال، مکسیکو او سوېلي افریقا هېوادونو سره په لومړي کتار کې دي. خو جالبه یې دا ده چې برتانیه په دې نوملړ کې د ولسي جرګې د (۳۰ ) سلنه ښځینه غړو په لرلو سره (۴۷م) ځای لري او امریکا بیا د (۱۹.۱) سلنې په درلودو (۱۰۴م) ځای لري چې له افغانستان، اماراتو، سومالیې او سعودي عربستانه شاته پاتې ده.

ایران په ولسي جرګې (۱۷) ښځې وکیلانې لري چې د ۱۹۳ هېوادونو په ډله کې ۱۷۷ ځای لري، خو افغانستان بیا په یاد نوملړ کې (۵۴م) ځای لري چې له اسراییلو یې هم سلنۍ ډېره ده.

.

د عکس سرچینه، iStock

د عکس تشریح، د اېران په کابینه کې ډرې ښځې موجودې دي چې د ۱۹۳ هېوادونو په نوملړ کې (۱۳۹م ) ځای لري.

ښځې په وزارتونو کې

په دغه ډلبندۍ کې د وزارت او لومړي وزیر د مرستیالۍ څوکۍ هم په پام کې نیول شوي دي.

د دغه نوملړ د سر پنځه هېوادونه بلغاریا، فرانسه، نیکاراګوا، سویډن، کاناډا او سلوانیا دي، خو په ټوله کې په لویدیځ کې د پارلمانونو په پرتله په دولتي بستونو کې د ښځو رول ډېر دی.

په دغه نوملړ کې برتانیه (۲۷م) ځای لري، خو امریکا پکې نه شته. ځکه دغه نوملړ د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه جوړشوی او هغه مهال لا د ډونلډ ټرمپ په دولت کې د ښځو ونډه په ډاګه شوې نه وه. خو وروسته چې ښاغلي ټرمپ د خپل دولت د ښځينه کارکوونکو کومې شمېرې په ډاګه کړې، نو بیا یې هم په نوملړ کې ایله ۹۹ ځای وموند په ډېر کم توپیر له افغانستانه مخکې شو.

د یادې ډلبندۍ له مخې د اېران په کابینه کې درې ښځې موجودې دي چې د ۱۹۳ هېوادونو په نوملړ کې (۱۳۹م ) ځای لري.