"یو شمېر ښځې په لوړ مقام کې بله ښځه نه شي زغملی"
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي، لندن
بي بي سي سره مرکه کې د افغانستان د ولسې جرګې غړې فوزیه کوفي وویل، دولتي مقامونو کې د کارکوونکو مېرمنو ملاتړ، د نورو ښځو له خوا نه کېږي.
مېرمن کوفي د داسې یوې ښځې په توګه چې له کلونو راهیسې د ولسې جرګې غړې ده وايي: "رښتیا ده چې موږ په دودیز ډول منلې چې په لوړو څوکیو کې باید تل نارینه کار وکړي، که ښځه په لوړو څوکیو کې کار وکړي نو د نورو ښځو له خوا نه زغمل کېږي."
د مېرمن کوفي په اند لوړو څوکیو کې یو شمېر ښځې هم خپل لومړنی مسولیت له یاده باسي. د دې په وینا "یو شمېر ښځې چې پر لوړو څوکیو وګمارلې شي له یاده باسي چې د ښځو استازي دي". مېرمن کوفي دا هغه لومړیتوب بولي چې ښځې یې باید په یاد ولري.
د ښځو پر وړاندې زور زیاتی
د ښځو د نړېوالې ورځې په پار بي بي سي د ځانګړو پروګرامونو په لړ کې له مېرمن کوفي د هغو پوښتنو د ځوابولو غوښتنه وکړه چې یو شمېر ښځو بي بي سي ته استولي ول.
د ښځو د خوندیتابه او دا چې د نړیوالو مرستو سره سره افغان مېرمنې ولې اوس هم له ډېرو لویو ستونزو سره مخ دي، د ډېرو ښځو اندېښنه وه.
د ښځو پر حقونو بې باوري
د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کې مېرمن کوفي هغه سړي ګرم بولي چې د ښځو انساني حقونو ته پام نه اړوي، خو تر هغه هم د خواشینۍ وړ خبره د دې په وینا دا ده چې د عدلي او قضايي دستګاه یو شمېر کارکوونکي قانون کې پر یادو شویو ارزښتونو بې باوره دي.
د دې په وینا د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د مخنیوي او د ښځو د خوندیتوب پر مسلو "ځینې قاضیان او پولیس باور نه لري".
خو له شتوو ستونزو سره سره مېرمن کوفي د تېرو ۱۵ کلونو بدلونونو ته په اشارې وايي چې د ښځو لپاره د زده کړې د اسانتیا او روغتیا په برخه کې شوي فعالیتونه هيله بخښونکي دي.
اغلې کوفي له ډېرو مهمو ګامونو یو هغه قانون بولي چې د ښځو د ځورونې او یا "قصداً د نوم بدې کولو په موخه د یوې ښځې د هویت افشا کوونکي به تر عدلي او قضايي ادارو ته پېژندل کېږي."
د مجاهدینو د حکومت پرمهال خپل منځۍ جګړې روانې وې او د طالبانو واکمنۍ کې د دوی له خوا په لمانځل کېدونکو ورځو کې د مارچ اتمې ځای نه درلود.
خو د ځینو نیوکګرو په آند له تېرو نژدې ۱۵ کلونو راهیسې چې هم نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول د ښځو د ستونزو د اوارۍ لپاره مرستې کوي او هم افغان دولت یې له منځه وړلو ته ځان ژمن بولي، د هر مارچ پر اتمې په سلګونو ښځې د تاوتریخوالي، فساد او یا د بې غورۍ له کبله د روغتونو پر بسترونو او د زندان د میلو تر شا ورځ تېروي.











