د فرخندې د وژنې دوسيه بيا څېړل کېږي

فرخنده تېر کال کابل کې پارېدلو کسانو په دې تور وژلې وه چې گوا کې قرانکريم ته يې سپکاوى کړى دى.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، فرخنده تېر کال کابل کې پارېدلو کسانو په دې تور وژلې وه چې گوا کې قرانکريم ته يې سپکاوى کړى دى.

افغان ولسمشر، محمد اشرف غنی له سره د فرخندي د قتل دوسیې څېړلو امر کړى دى.

فرخنده چې ٢٧ کالنه وه نزدې یو کال مخکي کابل کې د شاه دو شمشېره زیارت سره نزدې د پارېدلو کسانو لخوا وژل ې وه، او وروسته يې مړي ته اور اچولى و. پارېدلو کسانو تور لگولو چې گواکې نوموړې قرانکريم ته سپکاوى کړى دى.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر بي بي سي ته ويلي دي " ولسمشر ددې قضيې په تړاو له شکايتونو وروسته بيا ددې د وسيې د پرانستلو امر کړى دى".

څو ورځي مخکې سترې محکمې په دې تړاو خپلې نوې پرېکړې کې د فرخندې دوسیه تړلې وه. د دې حکم پر بنسټ د ۱۳ تورنو سزاوي کمي شوي دی او هیڅ څوک هم د اعدام په سزا نه دی محکوم شوي.

 د فرخندې وژنې په کابل کې په پراخه کچه احتجاجونه راپارولي وو.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د فرخندې وژنې په کابل کې په پراخه کچه احتجاجونه راپارولي وو.

د سترې محکمې په دې پرېکړې د بشري حقونو فعالانو نيوکې کړې وې. د افغانستان د بشري حقونو د کمېسون غړې، ثريا صبحرنگ ادعا کوي چې ابتدايه محکمو کې دې قضيې سره په "عادلانه" ډول چلن نه دى شوى او بايد چې له سره وڅېړل شي.

نزدې دوه مياشتې وړاندې د بشري حقوقو د څار سازمان هم د فرخندې د محاکمې په بهير نيوکه کړې او هغه يې " نيمگړې" بللې وه.