برتانیا: زموږ پوځیانو ته دې عراق کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شي

Boris Johnson

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بورېس جانسن وایي، برتانوي پوځیان عراق کې مهم ماموریت لري

د برتانیا د لومړي وزیر بورېس جانسن دفتر د عراق پر حکومت غږ کړی چې برتانوي پوځیانو ته په عراق کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي. برتانیا وروسته له هغه دا غوښتنه کوي چې د عراق پارلمان تېره ورځ له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو د ایستلو په تړاو قرارداد منظور کړ.

عراقي پارلمان وروسته له هغه دا پرېکړه وکړه چې امریکا د تېرې جمعې پر ورځ د ایران د القدس ځواک مشر جنرال قاسم سلیماني بغداد کې په یوه ډرون برید کې وواژه.

خو د برتیا لومړي وزیر بورېس جانسن د دوشنبې پر ورځ له خپل عراقي سیال عادل عبدل هادي سره پر تیلیفون خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې برتانوي ځواکونه عراق کې مهمه دنده ترسره کوي.

د ښاغلي جانسن دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، دواړو مشرانو په سیمه کې د تاوتریخوالي په کمولو او د روانې ستونزې دیپلوماتک حل لپاره پر همکارۍ خبرې وکړې.

په اعلامیه کې راغلي، لومړي وزیر ټینګار وکړ چې برتانیا د عراق ثبات او خپلواکۍ ته ژمنه ده او دواړه هېوادونه باید د داعش په څېر ګواښونو پر ضد جګړه روانه وساتي.

Qasem Soleimani

د عکس سرچینه، AFP/Getty

د عکس تشریح، د امریکا لخوا د جنرال سلیماني له وژل کېدو وروسته د عراق پارلمان د ټولو بهرنیو پوځیانو د وتلو قرارداد منظور کړ

د برتانیا حکومت د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه ګواښونه هم رد کړي دي چې په ایران کې به د کلتوري ارزښت درلودونکي ځایونه په نښه کوي. اعلامیه وایي، نړیوال قوانین د کلتوري میراثونو د ویجاوړولو اجازه نه ورکوي.

برتانیا دا مهال په عراق کې کابو ۴۰۰ پوځیان لري چې تر ډېره د عراقي ځواکونو پر روزنه بوخت دي.

د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ دوشنبه وویل، دې سازمان په عراق کې د پوځي روزنې ماموریت درولی دی او یوازې کوچنی شمېر برتانوي پوځیان دا چاره پر مخ وړي.

د برتانیا پوځ ویلي، دوی عراق کې جنګي ماموریت نه لري او یوازې هلته د عراقي او کردي ځواکونو روزنه کوي، او تر دې دمه یې ۲۵ زره عراقي پوځیان روزلي دي.