ټرمپ له ایران سره د جګړې قانوني واک لري؟

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چارشنبې په ورځ د دې هېواد کانګرېس ته له دې ځواب ور کولو ډډه وکړه، چې د ډونلډ ټرمپ حکومت پر ایران د برید قانوني واک لري که نه.
هغه د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وینا کې ایران له القاعده سره په تړاو تورن کړ.
د کمېټې غړو له مایک پمپیو وپوښتل، هغه اجازه لیک چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ له بریدونو وروسته کانګرېس د نورو هېوادونو پرضد د زور کارولو لپاره حکومت ته ور کړ، پر ایران د برید اجازه ور کوي که نه.
خو مایک پمپیو د رنډپال- چې نورو هېوادونو کې د امریکا د پوځي لاسوهنې سخت نیوکګر دی- د دې پوښتنې ځواب کې له څرګند ځواب په څنګ تېر شو او ویې ویل:
"غوره ده چې دا پرېکړه حقوقي وکیلانو ته وسپارو... خو ایران له القاعده سره پوره اړیکي لري. هغوی د القاعده کوربه و، القاعده ته یې اجازه ور کړه چې له خاورې یې تېره شي".
د نوموړي په خبره، دې کې شک نشته چې د ایران او القاعده ترمنځ اړیکي شته.
نوموړي د سناتور رنډپال دا دریځ رد کړ چې وايي د ترهګرې ډلې په توګه د ایران د سپاه پاسدران پېژندلو سره ډونلډ ټرمپ غواړي د جنګ لپاره حقوقي لار پیدا کړي.
"دا پرېکړې د بهیر برخه نه ده، بلکې د حقایقو د بیانولو مانا لري".
ښاغلي پال په دې وجه اندېښنه وښوده چې مایک پمپیو له ایران سره د امریکا د جګړې لپاره د ۲۰۰۱ کال پر اجازه لیک تکیا رد نه کړه.
له دې اجازه لیک د افغان جګړې او مختلفو سیمو کې پر القاعده د بریدونو لپاره کار اخیستل کېږي.

د عکس سرچینه، TASNIM
رنډپال وویل: زه تاسو ته وایم، چې دا ډول جواز پر ایران د برید لپاره نه لرئ.
هغه زیاته کړه، اندېښمن په دې یم چې حکومت په ډاګه نه وايي، چې له ایران سره د جګړې لپاره د کانګرېس جواز نه لري:
"باید معقولې نړۍ ته سر ور ښکاره کړئ، له ایران سره تر مخ کېدو مخکې باید له موږ اجازه ترلاسه کړئ".
د امریکا د اساسي قانون له مخې کانګرېس د جګړې اعلان په غاړه لري.
که څه هم د مایک پمپیو په ځواب کې سناتور رنډپال وویل، چې ایران کې شیعه مذهب رسمي دی او القاعده سني مذهبه ده، ځکه د دواړو ترمنځ اړیکه نشته.
خو مایک پمپیو چې یو وخت د سي ای اې مشر و، پر ۲۰۱۱ کال یې د اسامه بن لادن پر کور له چاپې د ترلاسه شویو اسنادو لوی ارشف هم دوه کاله مخکې خپور کړ.
په دغه ارشیف کې د ایران اړوند اسناد هم و.
نوموړي دوه میاشتې مخکې هم خبرغونډې ته وویل: داسې وخت و چې ایرانیانو د القاعده همکاري کوله.
ویل کېږي ایران ډېر وخت د اسامه د زوی حمزه بن لادن کوربه و، خو ځینې کارپوهان وايي، چې ایران دغه ځوان کور کې نظربند کړی و.








