د پیستې سوداګري؛ د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا بل ډګر

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, زوی تومای
- دنده, د اقتصادي چارو خبریال، نیویارک
د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا له کبله د پیستې په نړیواله سوداګري کې څپ څپانده حالت رامنځ ته شوی دی. د پیستې د نړیوالې سوداګرۍ که څو میلیاردو ډالرو ته رسیېږي او د مشتریانو په ډېرېدو سره یې بیه هم پاموړ لوړېدونکې ده.
امریکا او ایران د پیستې نړیوالې سوداګرۍ کنټرول لري، په تېرو لسو کلونو کې دغو دواړو هېوادونو د پیستې د تولید ۷۰ -۸۰ ترمنځ د کال سلنې کنټرول درلود.
په تېرو څلوېښتو کلونو کې په ایران کې د پیستې کروندګر د بندیزونو له کبله له ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
که څه هم پر ایران د بندیزونو لیست کې پیسته نه وه شامله، خو له نړیوال لګښتي سیستم سره د ایران د نه راکړې ورکړې له کبله ایراني کروندګر د خپل محصول لپاره لاس تر زنې ناست وو.
په ۲۰۱۶ کال له ایران سره د اتومي هوکړې تر لاسلیکېدو او پر ایران د بندیزونو له سپکولو وروسته وضعیت په پراخه کچه بدل شو.
په دې سره، نه یوازې د ایران تېل نړیوالو بازارونو ته وبهېدل، بلکې د ایراني پیستې صادراتو هم نړیوالو بازارونو ته لار ومونده.
د ټرمپ کوتڅنډنه
خو نړیوالو بازارنونو ته د ایران د پیستې رسېدو سره ستونزې هم وې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، د اوباما د واکمنۍ پرمهال له ایران سره لاسلیک شوې اتومي هوکړه تر ټولو "ناوړه" ده.
هغه د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر میاشت کې له ایران سره شوې هوکړه ناسمه وبلله چې په وینا یې د هوکړې پر مادو تهران عمل نه کوي. هغه خبرداری ورکړ چې امریکا ښايي له دې هوکړې ووځي.
ټرمپ دا هم ویلي وو چې دا هوکړه "په ایران کې د دیکتاتورۍ سیاسي او اقتصادي ژغورنې غځولو لپاره لار هواروي".

د عکس سرچینه، Getty Images
په ایران کې د پیستو کرکېله او تولید زرګونو کلونو ته رسېږي، خو د امریکا متحدو ایالتونو کې د پیستې کرکېله د ایراني تخمونو له مخې د تېرې پېړۍ دېرشمو کلونو کې پیل شوې ده.
د پیستې کرکېله وروسته تر هغه وغوړېده، چې د امریکا متحدو ایالتونو په ۱۹۷۹ کال د برمته شویو له خلاصون وروسته له ایران سره اړیکي پرې کړل، همدا وو چې بیا وروسته امریکا پر ایران بندیزونه ولګول.
په راتلونکو څو لسیزو کې به ګرانه ويچې د اقتصادي بندیزونو له کبله ایران کې د پیستې کرکېله او تولید پاموړ وده وکړي.
د امریکا کلیفورنیا ایالت کې هم اوس د پیستې کرکېله تر پخوا زښته ډېره شوې ده.
په ۲۰۱۴ کال، د تودوخې او وچکالۍ د کچې لوړېدو د پیستې محصول نژدې نیمايي راټیټ کړ، همدا وو چې په ۲۰۱۵ کال یې عایدات هم راټیټ شول.
اوس د پیستې بیه په نړیواله کچه لوړه شوې ده، خو په ایران کې د پیستې د کروندګرو لپاره همدا د ګټې وټې وخت دی.
بیه کې سیالي

د عکس سرچینه، Getty Images
له ۲۰۰۲ کال راهیسې د پیستې بیه لوړېدونکې ده. د امریکا د کروندګرو ټولنې اجرایوي مشر ریچرډ ماتوایان یې لامل دا بولي چې اوس د پخوا پرتله خلک د پیستې په صحي ګټو ډېر پوهېدلي او په صحي خوړو کې د پیستې کارولو غوښتې هم ډېرې شوې دي.
دی وايي: "د کمپاین له لارې د تولیداتو بیې لوړېږي، پرمختللو بازارونو کې د منځني پوړ خلک هم دا ډول صادرات غواړي."
په چین کې د پیستې د غوښتنو ډېرېدو هم د بیې لوړوالي یو لامل دی. د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ چین ته د امریکايي پیستو د صادراتو کچه په سلو کې ۱۴۶ ته لوړه شوې وه.
په ۲۰۱۴ کال کلیفورنیا کې وچکالۍ د پیستې یوه پاو کې د دوو ډالرو لوړېدو لامل وګرځېده.
په پرتلیز ډول، په همدغه کال د ایراني پیستې محصول قوي و. د چین په څېر بازارونو کې د ایراني پیستې بیه د امریکايي هغې پرتله په یوه پاو کې صفر اعشاریه ۲۰ ډالر ټیټه وه.








