د قرغیزستان پخواني ولسمشر د نیولو ځانګړي عملیات شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د قرغیزستان امنیتي ځواکونو د پخواني ولسمشر الماس بیګ اتامبایوف پر استوګنځي د هغه د نیولو لپاره برید کړی. چارواکي وايي د ښاغلي اتامبایوف پلویانو له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې چې یو کس پکې وژل شوی.
اټکل دی چې ښاغل اتامبایوف لاهم د پلاېمېنې بیشکک څنډو کې په خپل استوګنځي کې دی.
اتامبایوف د دولت له خوا په فساد تورن شوی و. ددغه هېواد پارلمان هغه ته قضايي مصونیت په تېره جون میاشت کې لغوه کړ. نوموړی د فساد تور ردوي.
د قرغیزستان د ملي امنیت کمېتې (جي کې اېن بي) په وینا، "یوازې په پلاستیکي مرمیو" ځانګړو ځواکونو د تېرې چارشنبې په ورځ د پخواني ولسمشر د نیولو په ځانګړو عملیاتو کې ګډون کړی و.

د عکس سرچینه، AFP
دغه کمېټه وايي، د امنیتي کسانو په ننوتلو سره د ښاغلي اتامبایوف پلویانو د اصلي مرمیو ډزې وکړې.
د روغتیا وزارت وايي، په کوی تاش کې نښتې ۳۶ کسان چې امنیتي سرتېري هم پکې شته ټپیان شوي دي.
ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری چې په مرمۍ ټپي شوی و په ډېر ناوړه وضعیت کې روغتون ته یووړل شو او هلته یې سا ورکړه.
میربک ایتیکیف د برید انځورونه پر فېسبوک خپاره کړي. نوموړي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي د ښاغلي اتامبایوف ځینو ساتونکو د ځانګړو ځواکونو وسلې اخیستې وې.

د عکس سرچینه، AFP
دی وايي "اتامبایوف لاهم په کور کې دی.. ګنګوسې دي چې نور پوځيان هم استول شوي. دلته چې څوک راغلي چمتو کېږي."
په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د ښاغلي اتامبایوف د نیولو لپاره استول شوي ځانګړي ځواکونه د بیا چمتووالي په حال کې دي.
قرغیزستان په ۱۹۹۱ کال د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته رامنځ ته شو چې ډېری (شپږ میلیونه) وګړي ترک ژبي وګړي یې مسلمانان دي.
ښاغلی اتامبایوف د واک له لېږد مخکې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۷ ولسمشر و.

د عکس سرچینه، AFP









