د قرغیزستان ټاکنې: پر شپږو څیزونو ځان پوی کړئ

- Author, یوهانیس ډېل
- دنده, بي بي سي
د اکتوبر پر څلورمه، د مرکزي آسیا په غرني هېواد (د قرغیزستان جمهوریت) د نوي پارلمان لپاره رای اچوونکي خپلې رایې کاروي.
د مرکزي آسیا نور هېوادونه د ځواکمنو ولسمشرانو له خوا اداره کېږي، چې ځینې یې آن د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدا وروسته په واک کې پاتې دي.قرغیزستان په سیمه کې د نورو هېوادونو په پرتله، ډېر ګڼ ګوندیز هېواد دی.
دوه ولسمشران یې چې په فساد او د واک په انحصارولو تورن شوي وو، د پاڅونونو پرمهال له ګوښه کړل شوي، او په ۲۰۱۰ کال د نوي قانون له مخې پارلمان ته لا نور واک او ځواک ورکړل شو.
د مرکزي آسیا د دغه هېواد د ټاکنو په اړه، چې د ی''دیموکراسۍ آزموینه ی'' پکې روان ده، په شپږو څیزونو پوهېدل ضروري دي.

۱ـ ډرامه او خیانت (یا ګڼ ګوندیز سیاستوال)
په داسې حال کې چې د مخکیني ولسمشر ډله یو موټی ده، قرغیزستان کې ۱۴ ګوندونه د پارلمان ۱۲۰ څوکیو خپلولو لپاره سیالۍ کوي، جوګورکو کینیش ګوند له وړاندې له ټاکنو ایستل شوې ده.
د جګړې او سولې انستېتوت د مرکزي آسیا کارپوه جان مکلویډ وايي: ''نور دولتونه او سیاسي ډلې د یوه واحد ګوند په ګټه کار وي''.
خو د قرغیزستان د ۲۰۱۰ کال ټاکنو پرمهال پنځو ډلو پارلمان ته لاره ومونده، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د یوه ګڼ ګوندیز ایتلاف لپاره لاره هواره شوه.

۲ – پیسې او جرم
ټولې ډلې هڅه کوي چې ټاکنو کې د ښځینه کاندیدانو ونډې ته پام وکړي، لږکي، ځوان سیاستوال او معلول کسان د دوی د ټاکنیزو منډو ترړو د پاموړ مسائل وو.پر دې سربېره، ګڼ کاندیدان شتمن سوداګر هم دي.
دا چې ګوندونو ته دولت کوم فنډ نه ورکوي، که تاسو غواړئ پر خپلو پښو ودرېږئ، نو د قرغیزستان له سیاسي غورېږ ډکه فضا کې باید د خپل کمپاین تمویل پر خپله غاړه واخلئ.
د ځینو کاندیدانو داسې قضیې هم شته، چې ګني د ټاکنو لپاره وړ کسان نه دي، او جرمي دوسیې لري.اوس فعالان د تورنو کاندیدانو د انځورونو او اعلانونو لیرې کولو کمپاین کوي، چې په یوه قضیه کې د یوه وتلي ګوند یو کاندید له دې کبله له ټاکنو ایستل شوی، چې ګني پر خپل یوه ټاکنیز سیال یې فزیکي برید کړی دی.


۳ ـ راتلونکي ته ستنېدل
قرغیزستان د خپل راتلونکي روښانولو په اړه په چټکۍ روان دی، او د رای اچوونکو د ګوتو د نښو اخیستو چاره یې پیل کړې ده، چې په دې سره د رای اچونو په مرکزونو کې په اتومات ډول د دوی رایې وشمېرلې شي.دا لومړی ځل دی، چې په دې سیمه کې د ټاکنو لپاره له بایومیټریک ټکنالوژۍ ګټه اخیستل کېږي.
چارواکي له ټاکنیزو ټګیو برګیو سره د مبارزې هیله لري، خو داسې اندېښنې شته، چې په کم وخت شاید د هر وګړي بایومیټریک معلومات بشپړ نه شي.
د ټاکنو لپاره اروپايي څارونکي نه دي استول شوي، چې ویل کېږي ډېر وګړي لاهم نه دي راجستر شوي، ځکه چې په ډېرو غرنیو او لیرو سیمو کې اوسېږي او ځینې یې په ټاکنو کې ګډون کول نه غواړي.
شاید دا چاره په بهر کې د څو سوه زره قرغیزستاني کارکوونکو لپاره سرخوږی پیدا کړي، چې ډېری یې په روسیه کې دي.
د ګڼو یې بایومیټریک جزییات لا نه دي ثبت شوي، او د رای اچونې لپاره مرکزونو ته سفر نه شي کولی.بله اندېښنه دا هم ده، چې ټکنالوژي شاید د رای اچونې پر ورځ سم کار ونه کړي او په رایو کې درغلي رامنځه شي.

۴ ـ د زرو او فساد په اړه بحث
آیا د قرغیزستان پارلمان څه کوي؟یوه لویه اندېښنه د هېواد د طلا د لوی کان (کومتور) په اړه ده، چې د هېواد په اقتصاد کې یې رغنده رول لوبولی دی.
په قرغیزستان کې د کانونو د چاپېریالي اغېز په اړه بحثونه روان دي، چې ګټه وټه یې له کاناډايانو سره د معاملې په لړ کې شریکېږي، او دا پوښتنه ډېرځله تکرارېږي، چې ولې کان نه ملي کېږي.د بحث یوه بله توده موضوع د فساد په تړاو ده.
د ولسمشر المازبک اتمبایوف ملاتړي وايي نوموړی د فساد او بډو پروړاندې جدي دی، خو سیالې ډلې یې وايي حکومت یوازې خپل مخالف سیاستوال خپل هدف ګرځوي.

۵ ـ ډېرې ښځې د ګوند د سیاست په توګه
د ټاکنو څارونکې ډلې، د دیموکراسۍ لپاره ایتالف او مدني ټولنې هڅې کوي د ډلو بېلابېل سیاسي پروګرامونه معرفي کړي.
ټولو سیاسي ډلو ته داسې پوښتنې ورکړل شوې، چې د رای اچوونکو غوښتنې به څرنګه پوره کوي او څرنګه به رسیدګي ورته کوي.
د بېلګې په توګه، یوازې اتو ډلو ځواب ورکړی.په دې هېواد کې پر ځان د راغونډولو ډېرې لارې چارې شته، ځینې د دیني ډلو د ډېرېدو له لارې پر ځان کسان ورټولوي (خو په سیمه کې د سخت دریځۍ په اړه اندېښنه لري).
ډلې د فساد پر وړاندې د مبارزې او څرنګوالي او په ښوونځیو کې د جنسي روغتیا د اړتیا په اړه سره وېشل شوې دي.د ټاکنو پرمهال تر ټولو ناشنا سیاسي تګلاره یوه دا هم کېدای شي چې یوې ډلې دې پوښتنې ته د هو ځواب ویلی، چې آیا د ډېرو مېرمنو لرل دې قانوني بڼه غوره کړي او که نه؟

۶ ـ ډېره روسیه، لږ امریکا
ښکاري چې د هېواد بهرنۍ تګلاره له هغو ډېرکیو ګوندونو سره سر خوري، چې له امریکا سره د اړیکو د ټینګښت په صورت کې له روسیې سره د خپلو اړیکو ټینګولو ته لومړیتوب ورکوي.
دې ته په پام سره، چې قرغیزستان د روسیې په مشرۍ د اروپاي- آسیا له اقتصادي اتحادیې سره یوځای شوی، چې دا د دوی لپاره د خوښۍ ځای دی.
ښاغلی مکلویډ وايي ''د اروپايي هېوادونو له خوا په رای چونه کې د څار ډېر لېواله ځکه نه دي چې د اټکل له مخې یې قرغیزستان تر ډېره د روسیې له مصنوعي سپوږمکیو څارل کېږي''.
خو مثبت اړخ ته بیا، انګیرنې دا دي چې د رای اچولو بهیر ''سم'' مخته ولاړ شي، او په پای کې به هېواد یو ګڼ ګوندیزه سیستم ولري.








